بروکسل تهران ته د موګریني سفر ډیر ګټه ور وباله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i53502-بروکسل_تهران_ته_د_موګریني_سفر_ډیر_ګټه_ور_وباله
اروپايي اتحادیې تهران ته د دغې اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې سفر او د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره یې کتنې ډیرې ګټه ورې وبللې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2017 02:14 Asia/Kabul
  • بروکسل تهران ته د موګریني سفر ډیر ګټه ور وباله

اروپايي اتحادیې تهران ته د دغې اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې سفر او د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره یې کتنې ډیرې ګټه ورې وبللې.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې فډریکا موګریني دفتر پرون په یوه خبرپاڼه کښې د ایران د ولسمشر حسن روحاني د لوړې د مراسمو په ترڅ کښې له ایراني چارواکو سره د هغې خبرواترو ته په اشارې سره وویل: موګریني په دغو خبرواترو کښې د ګډ اقدام جامع پروګرام (برجام) د سیمه ایز او نړیوال ثبات ضامن وباله او ټینګار یې وکړ چې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس رپورټونه او د بندیزونو له ختمیدو سره اړوندې اقتصادي پایلې د برجام د اجرا د سمې لارې دوه نښې دي.

میرمن موګریني یوځل بیا د برجام په نړیوالې موافقې باندې د اروپايي اتحادیې پر پابندۍ او د هغې د بشپړې او موثرې اجرا په ضرورت ټینګار وکړ.