د هند او چین ترمېنځ پوله ایزه نښته
https://parstoday.ir/ps/news/world-i54218-د_هند_او_چین_ترمېنځ_پوله_ایزه_نښته
هندی سرچینو په لداخ سیمه کښې د هندی او چینی فوځیانو ترمېنځ د پوله ایزې نښتې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2017 06:53 Asia/Kabul
  • د هند او چین ترمېنځ پوله ایزه نښته

هندی سرچینو په لداخ سیمه کښې د هندی او چینی فوځیانو ترمېنځ د پوله ایزې نښتې خبر ورکړ.

د روئیټر خبری اژانس د رپوټ له مخې د دغو سرچینو د وېنا له مخې په دغه نښته کښې چې پرون په لداخ سیمه کښې رامنځته شوه د دواړو خواو یو شمېر ځواکونه ژوبل شول.

دغو سرچینو وویل، هندی فوځیانو په لداخ سیمه کښې د نفوذ لپاره د چینی عسکرو کوشش خنډ کړ.

لداخ سیمه د هند او چین د پوله ایزو ځواکونو ترمېنځ له تاوتریخوالی یوه ډکه سیمه ده او په ګڼ شمېر مواردو کښې چینی ځواکونو د هند په خاوره کښې نفوذ کړے دے.

په 2016 کال کښې د هندی او چینی ځواکونو وروستۍ مقابله په لداخ سیمه کښې رامنځته شوه.

هند او چین همدارنګ په پوله ایزه سیمه دوکلا کښېې هم له یو بل سره ښکېل دی.