هندوستان کښې سیلاب سلګونه کسان وژلي دي
Sep 01, 2017 03:10 Asia/Kabul
د هندوستان په بیهار ولایت کښې د سخت سیلاب له امله لږترلږه ۵۱۷ تنه وژل شوي او د سیمې د زرګونو کسانو کورونه اوبو لاندې کړي دي.
په بیهار کښې صوبايي حکومت اعلان کړی چې سختو بارانونو او خطرناک سیلاب د دې صوبې له اولس میلیونو په زیاتو کسانو اغیزه کړې ده او زیاتره خلک مجبور شوي چې له خپلو کورنیو سره خوندي سیمو ته لاړ شي.
پشکالي بارانونو همداشان لکونه خلک د کډوالو په لنډمهاله کیمپونو کښې استوګنې ته اړایستي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې له تیرو څو ورځو د وریدونکو سختو بارانونو له امله په ممبئ ښار کښې یو پنځه پوړیزه ودانۍ لویدلې چې شپاړس کسان پکښې مړه شوي دي.
د دغې ودانۍ د ملبې لاندې هم ځیني کسان ګیر شوي دي چې د هغوي د رایستلو کوشش روان دی.
ټیګونه