امریکايي چارواکي نفسیاتي ناروغان دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i55293-امریکايي_چارواکي_نفسیاتي_ناروغان_دي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په سان فرانسسکو، واشنګټن او نیویارک کښې د روسیې د دریو سفارتي مرکزونو د تړلو په هکله د واشنګټن پریکړه، په امریکايي چارواکو کښې د اروايي ستونزو د شتون نښه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2017 03:08 Asia/Kabul
  • امریکايي چارواکي نفسیاتي ناروغان دي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په سان فرانسسکو، واشنګټن او نیویارک کښې د روسیې د دریو سفارتي مرکزونو د تړلو په هکله د واشنګټن پریکړه، په امریکايي چارواکو کښې د اروايي ستونزو د شتون نښه وبلله.

د ایرنا د خبر له مخې سرګئي لاوروف پرون په دې خبرې سره چې په امریکايي چارواکو کښې د نفسیاتي او اروايي ناروغۍ شتون لیدل کیږي، څرګنده کړه: ماسکو به په سان فرانسسکو، واشنګټن او نیویارک کښې د روسیې د ډیپلماټیکو ځایونو د بندولو لپاره د امریکې پریکړې ته خامخا پریکنده ځواب ورکړي.

د ویلو ده چې واشنګټن تیره پنجشنبه په روسیې کښې د امریکې د څو سفارتي ودانیو د بندولو او د دغه هیواد د څو سوه سفارتي کارکونکو د کمولو په هکله د ماسکو د وروستۍ پریکړې په غبرګون کښې وویل: ماسکو باید د ستمبر تر دویمې یعنې ننه پورې، په سان فرانسسکو کښې خپله سرکنسولګري وتړي او همداشان باید په واشنګټن او نیویارک کښې هم خپل کنسولي مرکزونه بند کړي.

د امریکې او روسیې په اړیکو کښې شخړه د امریکې د وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو وروسته دوه چنده شوې ده.