هندي پوځیانو دوه نور کشمیریان ووژل
Sep 05, 2017 07:24 Asia/Kabul
د هند امنیتي ځواکونو د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر سیمه کښې دوه کشمیریان په ډزو ووژل.
د ایرنا د خبر له مخې د کشمیر پولیسو نن وویل چې دغه دوه کشمیریان په سوپور سیمه کښې د هندوستان له امنیتي ځواکونو سره په نښته کښې وژل شوي دي.
د تیر ۲۰۱۶ کال د جولایۍ په اتمه نیټه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د حزب المجاهدین د قومندان برهان واني له وژل کیدو وروسته د دغې سیمې حالات لانجمن شول او تراوسه پکښې ۲۸۰ کشمیریان وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.
د کشمیر خلک د خپلې سیمې د برخلیک د ټاکلو په هکله د ریفرنډم یا ټول پوښتنې ترسره کولو لپاره د ملګرو ملتو د پریکړه لیک د اجرا غوښتونکي دي.
په عین حال کښې خبري سرچینو د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندوستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمینځ د نښتې خبر ورکړی دی.
ټیګونه