هند د روهینګیا کډوالو د ایستنې د بندولو غوښتنه نه مني
Sep 05, 2017 08:38 Asia/Kabul
د هندوستان په سترې محکمې کښې د دغه هیواد د حکومت استازي له هندوستانه د روهینګیا کډوالو د ایستل کیدو له بندولو سره د کډوالو د مدافع وکیلانو له غوښتنې سره مخالفت وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې د هندوستان د سترې محکمې وکیل او د هند د حکومت نماینده توشار مهتا وویل: نوی ډیلی له راخین ولایته د روهینګیا مسلمانانو د ایستل کیدو غوښتونکی دی.
د هندوستان حکومت څه موده مخکښې له خپلو صوبايي حکومتونو غوښتي وو چې د میانمار د مهاجرو مسلمانانو په پيژندلو سره هغوي له هندوستانه وباسي.
د هندوستان د حکومت په دې پریکړې سره د روهینګیا قام هغه څلویښت زره مسلمان کډوال چې د دغه هیواد د پوځ او تندلارو بودائیانو له ظلمونو یې هندوستان ته پناه وړې ده، له هنده د ایستل کیدو له خطر سره مخامخ شوي دي.
ټیګونه