ایران او ترکیه د میانمار د مظلومو مسلمانانو اصلي ملاتړي دي
د هندوستان د مسلمانانو د سیاسي شورا منشي ایران او ترکیه د میانمار د مظلومو مسلمانانو اصلي ملاتړي وبلل.
نسیم کوثر په نوي ډیلي کښې ایرنا خبري آژانس ته په مرکه کښې، د روهینګیا مسلمانانو د نسل وژنې په لړ ښې د عربستان په شمول د یوشمیر اسلامي هیوادونو په چپتیا باندې په نیوکې سره وویل: د روهینګیا مسلمانانو د قتل عام په غندنه کښې د ایران او ترکیې د چارواکو ویناوې او له دغو مسلمانانو سره مرسته د روهینګیايي کډوالو لپاره د زړه قوت دی.
هغه زیاته کړه چې په خواشینۍ سره د میانمار د روهینګیا قام د څو زره مسلمانانو په وژل کیدو او بنګله دیش ته د څلورو لکو نه د زیاتو له کډه کیدو سره سره د بشري ټولنې اوده ضمیرونه لا نه دي راویښ شوي.
هغه څرګنده کړه: د میانمار د مسلمانانو د نسل وژنې په لړ کښې د امریکې او لویدیځو هیوادونو چپتیا د بشري حقوقو په لړ کښې د هغوي مینځ تشې ادعا ټولو ته په ډاګه کړه.
د هندوستان دغه سیاسي فعال همداشان له خپل هیواده د روهینګیا مسلمانانو د ایستلو لپاره د هندي حکومت پروګرام ته په اشارې سره وویل: داسې مهال چې په میانمار کښې مسلمانان له پراخ قتل عام سره مخ دي، د هند د حکومت دا کار حیرانونکی دی.