د ترکیې ولسمشر د عراق د کردستان چارواکي وګواښل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i56729-د_ترکیې_ولسمشر_د_عراق_د_کردستان_چارواکي_وګواښل
د ترکیې ولسمشر خبرداری ورکړ چې که د عراق د کردستان سیمې چارواکي خپل سری کړچار جاري وساتي نو انقره به اقتصادي بندیزونو او پوځي انتخاب ته مخه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2017 16:45 Asia/Kabul
  • د ترکیې ولسمشر د عراق د کردستان چارواکي وګواښل

د ترکیې ولسمشر خبرداری ورکړ چې که د عراق د کردستان سیمې چارواکي خپل سری کړچار جاري وساتي نو انقره به اقتصادي بندیزونو او پوځي انتخاب ته مخه کړي.

له انقره څخه د ایران د صدا و سیما خبري آژانس خبریال رپورټ ورکړی چې رجب طیب اردوغان نن په استنبول کښې وویل: د کردستان سیمې خلاف د عراق د شمال د تیلو د نل لیکې د بندولو، د ګمرکي سرحدي لارو د بندولو او حتی د پوځي انتخاب په شمول ټول آپشنز پر میز دي.

هغه په دې خبرې سره چې انقره به هیڅکله پخپلو سویلي پولو کښې د یو جعلي حکومت د جوړیدو اجازه ور نه کړي، زیاته کړه: په دې لړ کښې د انقرې د حکومت دریځ څرګند دی او د عراق د کردستان سیمې د بیلیدو د ټول پوښتنې نتیجه د دغه هیواد د اساسي قانون خلاف، بې اعتباره او ناروا ده.

اردوغان وویل: په داسې وخت کښې چې د عراق خلک له هرکله نه زیات پیوستون او یووالي ته ضرورت لري، د عراق د کردستان سیمې د مسئولانو لخوا د جدایۍ په لړ کښې دا ډول اقدام په هیڅ توګه د منلو وړ نه دی.

هغه همداشان زیاته کړه، له هر هغه کار سره چې د ترکیې د سرحدونو امنیت په خطر کښې اچوي، سخت چلند کوو.

د نړیوالو او د عراق د مرکزي حکومت له مخالفتونو سره سره د عراق د کردستان سیمې چارواکو د دغې سیمې د بیلیدو په هکله ټول پوښتنه له نن سهاره پیل کړې ده.