ترکیې د عراق کردستان ته خپلې ټولې الوتنې بندې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i57009-ترکیې_د_عراق_کردستان_ته_خپلې_ټولې_الوتنې_بندې_کړې
د ترکیې وزیراعظم تر نامعلومې نیټې د عراق کردستان سیمې ته د ټولو الوتنو د لغوه کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2017 04:10 Asia/Kabul
  • ترکیې د عراق کردستان ته خپلې ټولې الوتنې بندې کړې

د ترکیې وزیراعظم تر نامعلومې نیټې د عراق کردستان سیمې ته د ټولو الوتنو د لغوه کیدو خبر ورکړ.

فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې بن علي یلدیریم پرون په یوه خبري غونډه کښې وویل: انقرې په رسمي توګه د عراق کردستان سیمې ته تلونکې او ورڅخه راتلونکې ټولې الوتنې تر نامعلوم وخته لغوه کړې دي.

هغه وویل چې دا پریکړه د عراق د هوايي چلند له ملي شرکت سره د ګډې موافقې له مخې شوې ده.

د دې خبر زیات جزئیات لا نه دي ترلاسه شوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم د عراق د کردستان سیمې د دوشنبې ورځې د ټولپوښتنې په غبرګون کښې هغه غیرقانوني وبلله او په یاده سیمه کښې د خپل هیواد له ښاریزو یې وغوښتل چې زرترزره له دغې سیمې ووځي.