د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې اعتصاب
Oct 09, 2017 13:47 Asia/Kabul
د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د اعتصاب دوام د دغې سیمې د خلقو ژوند ګډوډ کړے دے.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر خلقو نن د کشمیر د حریت کانفرنس د مشرانو سید علی ګېلانی، میر واعظ عمر فاروق او محمد یاسین ملک په غوښتنه خپل اعتصاب یا هړتال ته دوام ورکړ.
د دغه اعتصاب په دوران کښې د کشمیر ښونځی، پوهنتونونه، تجارتی مرکزونه او بازارانو ټول تړل شوی دی او په ځینو سیمو کښې موبائلونه او انټرنېټ هم بند دے.
د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر خلقو له تېرو څو ورځو راهسې د دغې سیمې د خلقو په وژله کښې د دغه هېواد د امنیتی ځواکونو په جنایتونو باندې په اعتراض کښې په اعتصاب او مظاهرو لاس پورې کړے دے او د دغو حملو د ختمولو غوښتونکی شوی دی.
ټیګونه