د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې عمومی اعتصاب دوام لری
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې عمومی اعتصاب یا هړتال روان دے.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې نن د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د اعتصاب له اعلانېدو وروسته ټولې ادارې، تجارتی او د زدکړو مرکزونه او بازارونه تړل شوی وو.
د کشمیرد حریت کانفرنس مشرانو سید علی شاه ګېلانی، میر واعظ عمر فاروق او محمد یاسین ملک د دغې سیمې له خلقو غوښتی وو چې نن د کشمیر د خلقو په ځپنه کښې د هند د امنیتی ځواکونو په پراختیا غوښتونکو او تیرګرو سیاستونوباندې په اعتراض کښې اعتصاب وکړی.
د کشمیر د حریت کانفرسن مشرانو تاکید وکړ، د کشمیر د خلقو په خلاف د هند امنیتی ځواکونو د جنایتونو باوجود د دغې سیمې خلق به د خپلو روا حقوقو له حاصلولو څخه لاس وانخلی.
د یادونې ده چې پرون هم د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د هندی ځواکونو لخوا د خلقو په خلاف د بندیزونو له کبله د کشمیر مسلمانانو د جمعې نمونځ ادا نه کړې شو .
کشمیر حریت کانفرنس همدارنګ د کشمیر د برخلیک د ټاکلولپاره د رېفرېنډم په اړه د نړیوالو پرېکړلیکونو د اجرا غوښتنه وکړه.