ترهګرو په سوریې ، عراق او لبنان کښې ماتی خوړلی ده
زمونږخبریال وایی د لبنان دپارلمان استازی هانی قبیسی وویل دلبنان په خاوره د صهیونیسټ رژیم تیری په سوریې ،عراق او لبنان کښې ددغه رژیم د ترهګرو ګوډاګیانود ماتی په تائیدیدا د ټپې وهل دی .
هغه په تیرو څو میاشتو کښې په سیمه کښې له ترهګرو ډلو سره په جنګ کښې د لبنان ، سوریې او دعراق د پوځونو بریالیتوبونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ دا د اسرائیلو او دځینو دسیسه ګرو عربو هیوادونو لپاره سخته ماتی ده .
دلبنان دپارلمان استازی هانی قبیسی په دې خبرې سره چې له ترهګرو ډلو په استفادې سره د سیمې د ویشلو دسیسه ناکامه شوه وویل که چیرې دعربو هیوادونو امکانات او پیسې چې په سوریې ، لبنان ، عراق او یمن کښې د ترهګرو دملاتړ لپاره لګول شوی دی د فلسطین د مسلې دخدمت لپاره لګیدلی ټولې نیواکې سیمې به ازادې شوی وې .
قبیسی په دې خبرې ټینګار سره په هغو ټولو جنایتونو او جنګونو کښې چې په سیمه کښې کیږی دصهیونیسټ رژیم لاس په واضح ډول لیدل کیږی وویل له ترهګرو ډلو ددغه نیواکګر رژیم ملاتړونه په سیمه کښې د ګډوډۍ د رامینځته کولو ، ورانې او د وژلې لپاره دی .