د عراق د کردستان سیمې ټولپوښتنه ناروا وه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58578-د_عراق_د_کردستان_سیمې_ټولپوښتنه_ناروا_وه
د ترکیې وزیراعظم د عراق د کردستان سیمې د ټولپوښتنې د پایلو په رسمیت د نه پیژندلو په هکله د انقرې پر دریځ ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 26, 2017 04:11 Asia/Kabul
  • د عراق د کردستان سیمې ټولپوښتنه ناروا وه

د ترکیې وزیراعظم د عراق د کردستان سیمې د ټولپوښتنې د پایلو په رسمیت د نه پیژندلو په هکله د انقرې پر دریځ ټینګار وکړ.

بن علي ییلدریم پرون په انقره کښې د عراق د وزیراعظم حیدر العبادي په کتنه کښې هیله وښودله چې په دې سیمه کښې د مختلفو توکمونو ډلې د یو بل ترڅنګ په سولې او ورورولۍ سره ژوند وکړي.

هغه همداشان په عراق کښې داعش ترهګرې ډلې ته د ماتې ورکولو په وجه العبادي ته د مبارکۍ په ویلو سره ټینګار وکړ چې ترکیه د عراق او سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا غوښتونکې ده.

په دغه کتنه کښې د عراق وزیراعظم هم د ترکیې د ملاتړونو په قدرونې سره وویل: شک نشته چې د عراق ځمکنۍ بشپړتیا د ترکیې او ځینو نورو هیوادونو د اقداماتو په برکت وساتله شوه.