دسوریې حکومت دملګروملتونو راپور رد کړ
-
درسمي راپورونو پراساس په سوریې او عراق کښې ترهګرو په ځلونو له کیمیاوي وسلواستفاده کړي ده .
فارس خبری اژانس وایی دسوریې دبهرنیو چارو وزارت په خان شیخون سیمه کښې له کیمیاوی وسلو د دمشق دحکومت د استفادې په اړه دملګروملتونو د تحقیق د کمیټۍ وروستی راپور رد کړ .
دسوریې دباندنیو چارو وزارت بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې ټینګار وکړ دملګروملتونو دغه راپور په دمشق د زیات دباو د راوستلو لپاره دامریکا او دهغې دملګرو هیوادونو د حکمونو داجرا په لړ کښې خپور شوی دی .
دملګروملتونو او دکیمیاوی وسلو د بندیز د موسسې دتحقیق ګډې کمیټۍ په تیرې پنجشبې ورځ په یوه (۱)راپور کښې ادعا وکړه چې د خان شیخون سیمې د کیمیاوی وسلو د استعمال عامل دسوریې حکومت دی .
دسوریې د ادلب ولایت په جنوب کښې په خان شیخون سیمې د اپریل دمیاشتې په څلورمه نیټه دترهګرو ډلو په کیمیاوی وسلو حملې کښې څه دپاسه سل (۱۰۰)کسان وژل شوی او کابو څلور سوه(۴۰۰) نور ژوبل شوی وو .
له دغه پیښې وروسته دامریکا په مشرۍ دترهګرو ډلو ملاتړو عربو او اروپایی هیوادونو زیاتې هڅې وکړی چې ددمشق حکومت دکیمیاوی وسلو د کارولومسول وبولی داسې تور چې سوریې په ځلونو هغه په پریکنده توګه رد کړی دی .
درسمی راپورونو پراساس په سوریې او عراق کښې ترهګرو په ځلونو له کیمیاوی وسلواستفاده کړی ده .