دسوریې حکومت دملګروملتونو راپور رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58624-دسوریې_حکومت_دملګروملتونو_راپور_رد_کړ
فارس خبری اژانس وایی دسوریې دبهرنیو چارو وزارت په خان شیخون سیمه کښې له کیمیاوی وسلو د دمشق دحکومت د استفادې په اړه دملګروملتونو د تحقیق د کمیټۍ وروستی راپور رد کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2017 01:05 Asia/Kabul
  • درسمي راپورونو پراساس په سوریې او عراق کښې ترهګرو په ځلونو له کیمیاوي وسلواستفاده کړي ده .
    درسمي راپورونو پراساس په سوریې او عراق کښې ترهګرو په ځلونو له کیمیاوي وسلواستفاده کړي ده .

فارس خبری اژانس وایی دسوریې دبهرنیو چارو وزارت په خان شیخون سیمه کښې له کیمیاوی وسلو د دمشق دحکومت د استفادې په اړه دملګروملتونو د تحقیق د کمیټۍ وروستی راپور رد کړ .

دسوریې دباندنیو چارو وزارت بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې ټینګار وکړ دملګروملتونو دغه راپور په دمشق د زیات دباو د راوستلو لپاره دامریکا او دهغې دملګرو هیوادونو د حکمونو داجرا په لړ کښې خپور شوی دی .

دملګروملتونو او دکیمیاوی وسلو د بندیز د موسسې دتحقیق ګډې کمیټۍ په تیرې پنجشبې ورځ په یوه (۱)راپور کښې ادعا وکړه چې د خان شیخون سیمې د کیمیاوی وسلو د استعمال عامل دسوریې حکومت دی .

دسوریې د ادلب ولایت په جنوب کښې په خان شیخون سیمې د اپریل دمیاشتې په څلورمه نیټه دترهګرو ډلو په کیمیاوی وسلو حملې کښې څه دپاسه سل (۱۰۰)کسان وژل شوی او کابو څلور سوه(۴۰۰) نور ژوبل شوی وو .

له دغه پیښې وروسته دامریکا په مشرۍ دترهګرو ډلو ملاتړو عربو او اروپایی هیوادونو زیاتې هڅې وکړی چې ددمشق حکومت دکیمیاوی وسلو د کارولومسول وبولی داسې تور چې سوریې په ځلونو هغه په پریکنده توګه رد کړی دی .

درسمی راپورونو پراساس په سوریې او عراق کښې ترهګرو په ځلونو له کیمیاوی وسلواستفاده کړی ده .