امریکا دخان شیخون له پیښې ګټه پورته کوی
Oct 28, 2017 02:16 Asia/Kabul
-
د سوریې دخان شیخون سیمې دپیښې په اړه د ملګروملتونو د تحقیق دکمیټۍ وروستی راپور زیات تناقضونه لري .
فارس خبری اژانس وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزارت پرون وویل امریکا دسوریې دخان شیخون سیمې د پیښې په اړه دملګروملتونو د تحقیق دکمیټۍ له مغرضانه راپور څخه د ګټه دپورته کولو هڅه کوی .
د روسیې دباندنیو چارو وزارت دغه راز د سوریې دخان شیخون دحملې په اړه د کیمیاوی وسلو د بندیز د موسسې د تحقیق په رودې اعتراض وکړ او ویې ویل دغه نړیوالې موسسې دخپلو تحقیقاتو په وخت د کیمیاوی وسلو د بندیز دتړون دغړی په توګه د سوریې په حقونو تیری کړی دی .
دروسیې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګی ریابکوف هم پرون ډاګینه کړه د سوریې دخان شیخون سیمې دپیښې په اړه د ملګروملتونو د تحقیق دکمیټۍ وروستی راپور زیات تناقضونه لری .
ټیګونه