د سوریې پوځیان له ابوکمال سیمې نه دی تللی
-
امریکا اوس دفرانسې او د انګلستان په مرستې سره دداعش ترهګرې ډلې ډیر غړي افغانستان ته انتقال کړي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی په سوریې کښې د روسیې د پوځیانو قوماندنۍ له البوکمال سرحدی ښار څخه د سوریې د عسکرو د وتلو او ددغه ښار د تسلیمولو په اړه دداعش ترهګرې ډلې او د ځینو عربو هیوادونو د سرچینو ادعا بې اساسه وبلله .
داعش وهابی صهیونیسټی ترهګرې ډلې او دعربو هیوادونو ځینو سرچینو پرون ادعا کړی وه چې د سورې عسکر دعراق سرحد ته نږدې له البوکمال ښار څخه وتلی او دغه ښار یوځل بیا داعش ډلې نیولی دی .
په سوریې کښې د روسیې دعسکرو د قوماندنۍ مرکز دداعش ډلې ددغه ادعا د ردولو په ترڅ کښې وویل له البوکمال ښار څخه د سوریې د پوځیانو د وتلو په اړه د داعش ډلې او دځینوعربو هیوادونو د سرچینو ادعا بې بنسټه پروپاګنډا ده او هدف یې هم د ترهګرو ډلو د روحیې او مورال پیاوړی کول دی .
په سوریې کښې د روسیې دعسکرو د قوماندنۍ مرکز وویل دسوریې البوکمال سرحدی ښار په تیرې جمعې ورځ دسوریې د عسکرو ، ملیشا ډلو او د ولسی ځواکونو لاس ته ورغی او حکومتی عسکر دالبوکمال ښار او دهغه دشاوخوا سیمو او دښارګیو په کامل ډول د پاکولو په درشل کښې دی.
دسوریې د پوځ دجنګ دتبلیغاتو کمیټۍ هم تیره اونۍ د البوکمال سرحدی ښار له ازادیدا وروسته ویلی وو ځینې راپورونه وایی چې دداعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر بغدادی په دغه ښار کښې دی .
په سوریې کښې داعش او نورو ترهګرو ډلو چې امریکا ، انګلستان، فرانسه ، جرمنی ، سعودی عربستان، ترکیه ، قطر، اردن ، اسرائیل ، بحرین ، کویت ، متحده عربی امارات او نور عرب اواروپایی هیوادونه ورسره مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې کوی سخته ماتی خوړلی ده .
امریکا اوس دفرانسې او د انګلستان په مرستې سره دداعش ترهګرې ډلې ډیر غړی افغانستان ته انتقال کړی دی چې ددغه ډلې فعالیتونه افغانستان او دمرکزی اسیا هیوادونو ته وغځوی چې د روسیې او دچین لپاره امنیتی مشکلات رامینځته کړی .