سوریې دامریکا په جنایتونو اعتراض وکړ .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59194-سوریې_دامریکا_په_جنایتونو_اعتراض_وکړ_.
زمونږخبریال وایی دسوریې دبهرنیوچارو وزارت په رقه او دیرالزور ولایتونو کښې د امریکا دجنایتونو په دوام چې د لسګونو خلکو د وژل کیدا او ژوبلیدا سبب شوی دی اعتراض وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2017 02:00 Asia/Kabul
  • دبشري حقوقو د ملاتړ ډیرې موسسې په رقه او دیرالزور ولایتونو کښې د دغه ائتلاف په جنایتونو او دخلکو په ډله ایزې وژلې سترګې پټوي
    دبشري حقوقو د ملاتړ ډیرې موسسې په رقه او دیرالزور ولایتونو کښې د دغه ائتلاف په جنایتونو او دخلکو په ډله ایزې وژلې سترګې پټوي

زمونږخبریال وایی دسوریې دبهرنیوچارو وزارت په رقه او دیرالزور ولایتونو کښې د امریکا دجنایتونو په دوام چې د لسګونو خلکو د وژل کیدا او ژوبلیدا سبب شوی دی اعتراض وکړ .

دسوریې دبهرنیو چارو وزارت دملګروملتونو عمومی منشی او د ملګروملتونو د امنیت شورا پړاویز مشر ته په یوه (۱)لیک کښې وویل دامریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه ائتلاف اوس هم دسوریې د ځمکنۍ بشپړتیا  او واکمنۍ پرضد خطرناکو تیریو ته دوام ورکوی .

دسوریې په ختیځ کښې په دیرالزور ولایت کښې په تیرې شنبې ورځ دامریکا په مشرۍ د ائتلاف په حملې کښې لس(۱۰) ملکیان وژل شوی او په لسګونو نور ژوبل شوی وو .

دسوریې دبهرنیو چارو وزارت په دغه پیغام کښې ویلی دی دترهګرو ډلو پرضد د حکومتی عسکرو د بریالیتوبونو په لاره کښې د خنډ درامینځته کولو لپاره د امریکا په مشرۍ دداعش پرضد دتش په نامه د ائتلاف دهڅې دوام له ترهګرو سره په مبارزې کښې ددغه ائتلاف مشکوک رول په ګوته کوی .

دسوریې دباندنیو چارو وزارت دامریکا په مشرۍ دائتلاف د تیریو په غندلو سره وویل دبشری حقوقو د ملاتړ ډیرې موسسې په رقه او دیرالزور ولایتونو کښې د دغه ائتلاف په جنایتونو او دخلکو په ډله ایزې وژلې سترګې پټوی .