مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د آفتاب یزد په روځپاڼه کی، د امریکی په هاروارد پوهنتون کی، د اټمی جامع پروګرام(برجام) په هکله، د«یوکیا آمانو» د ویناؤو ځینی برخی چاپ شوی دی.
آمانو ویلی دی: د اټمی انرجۍ نړیوال آژانس، په ایران کی د پلټنی لپاره؛ ټولو د اړتیا ځایونو ته لاسرسی لری. نوموړی په ایران کی د اټمی انرجۍ د نړیوال آژانس د رول، او پدې هکله چی ولی اټمی جامع پروګرام(برجام)، د رښتیا آزموینی لپاره یوه څرګنده لاسته راوړنه ده؛ وویل: د اټمی انرجۍ نړیوال آژانس؛ د ایران د اټمی پروګرام په زمینه کی، لا زیات اختیارات او قدرت لرلئ دئ. آمانو زیاته کړه: له ایران سره له اټمی موافقی پرته؛ موږ د ایران د اټمی پروګرام په هکله ډیر لږ معلومات درلودل. د ګډ اقدام جامع پروګرام په چوکاټ کی، د اټمی چارو سره اړوندی ژمنی، د ایران له خوا د اجرا کیدو په حال کی دی، او آژانس تر اوسه پوری؛ ټولو هغو ځایونو ته چی په ایران کی یی د تلاښۍ لپاره ورته اړتیا درلوده؛ لاسرسې لرلې ده. او د آژانس د څارنی او پلټنی فعالیتونه پایته نه رسیږی.
*******
د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی پخپلو نړیوالو خبرونو کی لیکلی دی:«بی؛بی؛سی» له رقی څخه د داعش د غړیو د امن وتلو لپاره، د امریکی پټه موافقه افشا کړه.
«بی؛بی؛سی» په یو اوږد راپور کی، د سوریی له رقه ښار څخه د سل ګونو داعشی ترهه ګرو د امن وتلو لپاره، د داعش ترهه ګری ډلی او امریکی ترمنځ د موافقی خبر ورکړ. بی؛بی؛ سی زیاته کړه: د بد نامو ترهه ګرو او زیات شمیر بهرنیو جګړه مارانو په شمول یو کاروان، د امریکی او بریتانیی په غږملتیا، له رقه څخه وتلئ، او اوس په ټوله سوریه کی خپاره شوی دی، او حتی د هغوی یو شمیر کسانو کړای شوی، ځانونه ترکیی ته ورسوی. د بی؛بی؛سی د تحقیقاتو سره سم، له رقه څخه د تښتیدلو ترهه ګرو شمیر ۲۵۰ تنه دئ، او د هغوی د کورنیو د غړیو شمیر ۳۵۰۰ تنو ته رسیږی. بی؛بی؛سی اعلان وکړ : په هغه کاروان کی؛ چی د داعش ترهه ګر، د امریکی د ائتلاف تر څارنی لاندی، له رقه څخه بهر ته منتقل کړی ؤو؛ د داعش لوړ پوړی قوماندانان شامل ؤو، او د هغوی یو شمیر کسان، اوس د سوریی په ټولو برخو کی خپاره شوی دی. بی؛بی؛سی د یادې موافقې جزئیات د« رقی د ګنده راز» په نامه خپاره کړل.
*******
د تهران چاپ د جوان ورځپاڼی، د«لبنان د لمړی وزیر د بیرته ستنیدو لپاره، عربستان ته د فرانسی د اولټیماتوم» تر عنوان لاندی لیکلی دی: د فرانسی ؤلس مشر«ماکرون» د چهار شنبی یعنی نن تر مازدیګر پوری حریری ته فرصت ورکړئ، چی د قانون په اساس د خپلی استعفا د وړاندی کولو؛ یا خپل مقام ته د بیرته ګرځیدو او د شرایطو د ښه کیدو لپاره دی بیروت ستون شی.» د دغه راپور سره سم؛ د فرانسی ؤلس مشر، د ملګرو ملتو له سر منشی«آنتونیو ګوترش» سره ټلفونی خبری کړی دی، او نوموړی ته یی د بدلونونو راپور ورکړئ دئ. دواړو لورو همداراز هغه اقدامونه هم چی کیدای شی د لبنان د شرایطو په زمینه کی، د ملګرو ملتو له لارې غوره شی؛ وڅیړل. یو فرانسوی مقام هم پدې باره کی وویل: چی د ټاکل شوی وخت د تمامیدو، او لبنان ته د حریری د نه ستنیدو په صورت کی، د الیزه ماڼۍ به، دغه مسئله د ملګرو ملتو د امنیت شورا ته وړاندی کړی.
په عین حال کی د فرانسی ؤلس مشر، پدې هکله د لبنان د استعفا کړی لمړی وزیر«سعد حریری» له وروستیو ویناؤو وروسته؛ چی غواړی هر څه ژر لبنان ته ور وګرځی، د لبنان د کړکیچ په هوارۍ کی د یو لړ راپورونو خبر ورکړ، خو په عین حال کی یی، خبر دارئ ورکړ، چی د لبنان د اوسنی کړکیچ د چټکی هوارۍ لپاره؛ د یوې لارې د نه موندل کیدو په صورت کی، ممکنه ده د ملګرو ملتو په همکارۍ سره، نوری طرحی وڅیړلی شی.
********
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته یوه لنډه کتنه کوؤ:
د کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډېره له طالبانو سره د روسیې پر پوځی مرستو او همداراز د ډیورند کرښې بلې غاړی څخه د توغندیو او هاوانونو د حملو پر دوام پراخ بحثونه کړی دی.
ملی ارمان
ملی ارمان ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلی دی چې طالبانو د روسیی په مرسته په شپه کې د لیدو لپاره ځانګړی دوربینونه ترلاسه کړی دی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې پر دغو دوربینونو د روسیې حک شوئ نښان لیدل کیږی او په فراه کې میشت طالبان یې په خپلو اکثرو حملو کې کاروی.
نننی افغانستان
نننی افغانستان ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې له طالبانو سره د روسیې اړیکې څیړلی او لیکلی یې دی چې په افغانستان کې روانه جګړه تر ډېره د زبر ځواکونو ترمنځ د سیالۍ زېږنده ده چې پر افغانستان د پخوانی شوروی اتحاد له پوځی یرغل سره سم پیل شو.
ورځپاڼه لیکی:
د افغانستان په جګړه کې ښکیل نړیوال ځواکونه له ترورېستی ډلو سره اړیکې لری او ان د هغوی فعالیتونه تنظیموی.
ورځپاڼه لیکی چې د افغانستان په جګړه کې ښکیل ځواکمن هیوادونه تر ډېره خپلې ډلې لری چې په پټه ورسره اړیکې پالی، خو کله بیا د روسیې او طالبانو ترمنځ د اړیکو په څیر څرګندې هم شی.
ویسا
ویسا ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې لیکلی دی، تر هغو چې ګاونډی او د سیمې هیوادونه په افغانستان کې د سولې په ټینګښټ کې همکاری ونه کړی، په افغانستان کې جګړه پای ته نهرسیږی او نه هم امریکا او د لوېدیځ نور هیوادونه په دې برخه کې څه کولای شی.
هیواد
هیواد دولتی ورځپاڼې لیکلی دی چې افغان ځواکونه د پاکستان په خلاف د تیارسی په حال کې دی.
د افغانستان په جګړه کې ښکیل نړیوال ځواکونه له ترورېستی ډلو سره اړیکې لری.
ورځپاڼې په کونړ کې د ځایی چارواکو په حواله لیکلی دی چې د ډیورند د کرښې بلې غاړې څخه د حملو سلسله همدا شان روانه ده چې دې غاړې ته یې د کونړ په څو ولسوالیو کې زیات شمیر خلک بېځایه کړی دی.
ورځپاڼې وړاندې د دغو حملو او د ډیورند په کرښه د پاکستان د پوځ لهخوا د خنډونو جوړول پاروونکې هڅې بللی او لیکلی یې دی چې د ډیورند د کرښې دواړو خواو ته خلک دا هر څه غندی.
د ویسا ورځپاڼې هم د پاکستانی پوځیانو د حملو په اړه د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند جنرال دولت وزیری غبرګون راخیستی او لیکلی یې دی چې دا حملې نور د زغم وړ نهدی.
ورځپاڼه لیکی چې د افغانستان دفاع وزارت وایی، دا مسئله یې له اسلاماباد او نړیوالې ټولنې سره شریکه کړې چې جدی غور ته اړتیا لری.
اوس هم د افغانستان د چارو هکله د بهرنیو ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:
نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کندهار کې پر افغان ځواکونو د برید مسئله څېړلې ده.
ورځپاڼه د پولیسو د چارواکو په وینا خبر ورکوی چې طالبانو له نوې ټکنالوژۍ څخه په استفادې د دوشنبې په شپه او د سې شنبې پر سهار، پر افغان ځواکونو برید کړی دی.
د افغانستان په جنوب او لوېدیځ کې د بریدونو په لړ کې تر ۷۰ ډېر پولیس او پنځه عسکر وژل شوی دی.
نیویارک ټایمز د کندهار د امنیه قوماندانۍ د ویاند مطیعالله هلال په وینا خبر ورکوی چې طالبانو له داسې عینکو استفاده کړې ده چې د شپې په مخه لار ورته معلومېږی او لایزری وسلې یې کارولې دی.
ورځپاڼه لیکی چې لایزری وسلې د روسیې دی او دا عینکې د لومړی ځل لپاره متحد ایالاتو افغانستان ته راوړې، خو په وروستیو کې نیوز ویک مجلې د افغان چارواکو په وینا خبر ورکړ چې طالبانو د روسیې له ساخت چشمو چې د شپې لهخوا لار ښکاره کوی د افغان ځواکونو پر ضد استفاده کړې ده.
مېل ان لاین
مېل ان لاین ورځپاڼې هم په خپله تازه ګڼه کې په کندهار او فراه کې د وروستیو بریدونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.
ورځپاڼې د خپلې لیکنې په یوه برخه کې د فراه د والی د ویاند ناصر مهری په وینا لیکلی دی چې داسې نښې یې موندلی دی چې طالبانو له هغو دوربینونو استفاده کړې ده چې د شپې لار ورته ښکاری.
مېل ان لاین د کتونکو په وینا لیکی چې طالبانو پخوا تر ډېره د ورځې په مخه بریدونه کول، خو اوس د شپې په مخه حملې کوی.
د خپرونې په باور، طالبانو د هاموې زغروالو ګاډو په واسطه تر سلو ډېر کسان وژلی دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه بله مقاله کې لیکی چې افغانان سږ کال د تېر کال په پرتله د خپل هېواد راتلونکی ته ډېر هیلهمند شوی دی.
دا نتیجه په سان فرانسیسکو کې د مېشتې، اېشیا فونډېشن د کلنۍ سروې له مخې ترلاسه شوې ده.
د سروې له مخې ۳۲،۸ فیصده افغانان په دې باور دی چې افغانستان په سم لوری روان دی، تېر کال دغه فیصدی څه باندې ۲۹ وه.
البته څه باندې ۶۱ په سلو کې افغانانو بیا شکایت کړی دی چې په سمه نهیوو روان.
دغه فیصدی تېر کال نږدې ۶۶ په سلو کې وه.
نیویارک ټایمز لیکی:
افغانانو د دې سربېره راتلونکې ته خوشبینی ښکاره کړې ده چې د دوی اقتصاد ښه نه دی او طالبان په دوامدار ډول بریدونو ته ادامه ورکوی.