امریکا باید دشمالی کوریا پرضد پوځی اقدام ونکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59294-امریکا_باید_دشمالی_کوریا_پرضد_پوځی_اقدام_ونکړی
زمونږخبریال وایی د جنوبی کوریا د واکمن ګوند مشر «چو مه ائه »وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ باید د سئول له اجازې پرته دشمالی کوریا پرضد پوځی اقدام ونکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2017 01:16 Asia/Kabul
  • امریکا باید د پیانګ یانګ پرضد د دښمانه سیاستونو په څنګ ته کولو سره د شمالي کوریا د اټومي توان د له مینځه وړلو سیاست پریږدي .
    امریکا باید د پیانګ یانګ پرضد د دښمانه سیاستونو په څنګ ته کولو سره د شمالي کوریا د اټومي توان د له مینځه وړلو سیاست پریږدي .

زمونږخبریال وایی د جنوبی کوریا د واکمن ګوند مشر «چو مه ائه »وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ باید د سئول له اجازې پرته دشمالی کوریا پرضد پوځی اقدام ونکړی .

هغه چې امریکا ته په سفر ورغلی دی پرون په واشنګټن کښې وویل دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اکثره ټینګار کوی د شمالی کوریا په اړه یې ټولې لارې په میز کیښودلی دی خو امریکا  باید تر هیڅ شرایطو لاندې د جنوبی کوریا له رضایت پرته دشمالی کوریا پرضد له پوځی لارې استفاده ونکړی .

دجنوبی کوریا د واکمن ګوند مشر په کوریا ټاپووزمې کښې د کړکیچ دحل لپاره د سیاسی لاروپه دوام ټینګار سره وویل دشمالی کوریا پرضد پوځی ګواښونه به په کوریا ټاپووزمې کښې حالات لا پسې  کړکیچن کړی .

دامریکا ولسمشرټرمپ اوه(۷) ورځې مخکې اسیایی هیوادونو ته په سفر کښې په جنوبی کوریا کښې بیا هم شمالی کوریا ته د بشپره جنګ خبرداری ورکړ .

شمالی کوریا ویلی دی امریکا باید د پیانګ یانګ پرضد د دښمانه سیاستونو په څنګ ته کولو سره د شمالی کوریا د اټومی توان د له مینځه وړلو سیاست پریږدی .