د سوریې دسیاستونو سموالی ثابت شوی دی .
-
د سعودي عربستان په مشرۍ دعربو هیوادونو دائتلاف جنګي الوتکو هم په تیرو څلورویشتو(۲۴) ساعتونو کښې یویشت ۲۱)ځله په حجه ولایت کښې په میدي او حرض سیمو بمبارې وکړې .
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې ولسمشر بشار اسد دایران دبهرنیو چارو دوزیر له مرستیال حسین جابری انصاری سره په کتنې کښې ټینګار وکړ د سیمې او دنړۍ بدلونونه د دمشق پرضد د جنګ له لومړیو څخه دسوریې د سیاستونو سموالی ثابتوی .
دسوریې ولسمشر بشار اسد پرون مازیګر په دمشق کښې د ایران دباندنیو چارو د وزیر دعربو او دافریقا دچارو له مرستیال حسین جابری انصاری سره په کتنې کښې وویل دسیمې ځینو عربو او دغه راز لویدیځو هیوادونو هڅه وکړه دمینځنی ختیځ د ثبات دګډوډولو له لارې خپلې ګټې تامین کړی پرته له دې چې ددغو سیاستونو غمیزه رامینځته کونکو نتیجو ته کوم پام وکړی .
دسوریې ولسمشر بشار اسد وویل د جنګ په میدان کښې دسورې دپوځ او د دوې د متحدانو بریالیتوبونه ، په سیاسی ډګر کښې د دمشق او دهغه دهم تړونه هیوادونو چې په سر کښې یې ایران دی دریځونه
نه یوازې دترهګرو د پرله پسې ماتیو سبب شوی دی شوی بلکې دبهرنیو لاسوهنو د مخنیوی او د ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او د واکمنۍ په دفاع کښې د هیوادونو د حق او دنړیوالو قوانینو دپیاوړتیا سبب هم شوی دی .
دایران دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال هم په دغه کتنې کښې ټینګار وکړ د سوریې مقاومت او له ترهګرۍ سره په جنګ کښې پرله پسې بریالیتوبونه او ددغه هیواد ټولو ښارونو او سیمو ته دامنیت بیرته ستنیدل نه یوازې د سوریې بلکې د ایران او دهغو ټولو ملتونو بریالیتوب دی چې دخپلواکۍ او د هیواد په دفاع کښې په خپل حق ایمان لری .