شمالی کوریا دامریکا په ولسمشر نیوکه وکړه
Nov 16, 2017 04:01 Asia/Kabul
-
دامریکا ولسمشر څو ورځې مخکې ویلي وو زه دشمالي کوریا مشر کیم جونګ ته چاق او ټیټ سړی نه وایم خو هغه ماته بوډا ویلي وو .
زمونږ خبریال وایی دشمالی کوریا رسنیو دامریکا په ولسمشر ټرمپ سخته نیوکه وکړه .
دامریکا ولسمشر ټرمپ دشمالی کوریا دولسمشر کیم جونګ این سپکاوی کړی او په دې وجه دشمالی کوریا رسنیو په ټرمپ سخته نیوکه کړی ده .
دشمالی کوریا رسنیو دغه راز دامریکا ولسمشر ټرمپ یو بزدل سړی بللی ځکه چې هغه د شمالی او دجنوبی کوریا سرحدی سیمې ته سفر لغوه کړی وو .
دشمالی کوریا رسنیو ویلی چې ټرمپ د مرګ سزا حق لری .
واک ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ له رسیدا وروسته هغه له شمالی کوریا سره ژبنی جنګ زیات کړی او تل دغه هیواد ته دپوځی حملې ګواښ کوی .
دامریکا ولسمشر څو ورځې مخکې ویلی وو زه دشمالی کوریا مشر کیم جونګ ته چاق او ټیټ سړی نه وایم خو هغه ماته بوډا ویلی وو .
ټیګونه