د امریکايي کانګرس ډیموکراټان د ټرمپ د استیضاح غوښتنه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59305-د_امریکايي_کانګرس_ډیموکراټان_د_ټرمپ_د_استیضاح_غوښتنه_کوي
د امریکې د کانګرس شپږو ډیموکراټ غړو د دغه هیواد د ولسمشر د استیضاح غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2017 07:26 Asia/Kabul
  • د امریکايي کانګرس ډیموکراټان د ټرمپ د استیضاح غوښتنه کوي

د امریکې د کانګرس شپږو ډیموکراټ غړو د دغه هیواد د ولسمشر د استیضاح غوښتنه وکړه.

د ای، پي، ټي، این چینل د خبر له مخې د استیضاح په وړاندې شوې طرحه کښې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د عدالت د اجرا په مخنیوي او د فیډرل قضائیه قوې د خپلواکۍ ترپوښتنې لاندې په راوستو تورن دی.

له ټنسي ایالته ډیموکراټ نماینده سټیو کوهِن چې د ټرمپ د استیضاح د طرحې مشري کوي، وویل: په دې موضوع کښې ځیني جمهوریت غواړي هم له ډیموکراټانو سره یوشان نظر او باور لري.

خو په عین حال کښې د ډیموکراټ ګوند مشران په روانو حالاتو کښې د استیضاح د طرحې د مطرح کیدو مخالف دي او باوري دي چې دا کار به د امریکې د کانګرس د مینځني پړاو په انتخاباتو کښې د جمهوریت غواړو د لاپياوړتیا سبب شي.