اسرائیل او عربستان د ایران خلاف سره یو دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59337-اسرائیل_او_عربستان_د_ایران_خلاف_سره_یو_دي
د صهیونیسټي رژیم د پوځ لوې درستیز د ایران اسلامي جمهوریت د دغه نیواکګر رژيم ترټولو ستر دښمن وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2017 03:59 Asia/Kabul
  • اسرائیل او عربستان د ایران خلاف سره یو دي

د صهیونیسټي رژیم د پوځ لوې درستیز د ایران اسلامي جمهوریت د دغه نیواکګر رژيم ترټولو ستر دښمن وباله.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې ګاډي ایزنکوټ د لندن چاپ سعودي ورځپاڼې ایلاف سره په مرکه کښې وویل: ایران د اسرائیلو ترټولو ستر دښمن دی او تل ابیب له تهران سره د مقابلې لپاره د عربستان په شمول ځینو عربو هیوادونو سره اطلاعاتي ملګرتیا ته چمتو دی.

ایزنکوټ په دې ادعا سره چې د ایران پلان، پر مینځني ختیځ تسلط دی، ادعا وکړه چې د ایران اسلامي جمهوریت هڅه کوي د تجربو د منتقلولو، د وسلو د کارخانو په جوړولو، د پرمختللو وسلو په زیاتولو، بې پایلټه الوتکو او د جنګ او د پوځي ځواکونو په روزنې باندې پانګونې سره په سیمه کښې د لوبې قوانین بدل کړي

هغه په دې خبرې سره چې اسرائیل او عربستان د ایران په وړاندې ګډې ګټې لري، وویل: په امریکا کښې د ډونلډ ټرمپ په ولسمشر جوړیدو سره د ایران خلاف د سټراټیجکې طرحې د برابرولو فرصت برابر شوی دی.

د صهیونیسټي رژیم د پوځ لوې درستیز همداشان د سوریې په جنګ کښې د دغه رژیم په لاسوهنې داده شو او ویې ویل: تل ابیب نه مني چې په سوریه کښې یې په انډیوالو (ترهګرو) ډلو تیري وشي، نو په دې وجه یې په دغه جنګ کښې دخالت ته مخه کړې ده.