دحضرت محمدمصطفی اوامام حسن علیهم السلام دتلین په مناسبت تسلیّت ومنئ
ویل کیږی په دې مناسبت په درستې نړۍ کې دویر اوماتم دستورې جوړې شوی او داهل بیت علیهم السلام مینه وال په دستورو جوړولو سره داسلام له ګران پیغمبر او دهغه له پاکې کورنۍ سره دخپلې مینې اظهار کوی
داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) دتلین او د امامت د آسمان د دوهم ځلانده ستوری حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام دشهادت دکلیزې په مناسبت ټول ایران په تیره بیا قم او مشهد سپیڅلی ښارونه د رسول ا...(ص) او د هغوی د پاکې کورنۍ مینه والو په دې غمجنې ورځې په ویر او ماتم کې ډوب دی
د ویلو ده چې نن جمعه د صفرې د میاشتې اتویشتمه نیټه د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د وفات او د هغوی د خوږ لمسی چې د مسلمانانو دویم معصوم امام دی حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام د شهادت کلیزه ده.
ویل کیږی په دې مناسبت په درستې نړۍ کې دویر اوماتم دستورې جوړې شوی او داهل بیت علیهم السلام مینه وال په دستورو جوړولو سره داسلام له ګران پیغمبر او دهغه له پاکې کورنۍ سره دخپلې مینې اظهار کوی
دتهران دپښتو خپرونې درست کارکونکی په دې مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو قدرمنو اوریدونکو ته د دغو دوو ډیرو سترو شخصیتونو د تلین په مناسبت تسلیت او تعزیت وایو .