سعودی عربستان دیمن ۱۷ نور ښاریز ووژل
-
دیمن پرضد دسعودي عربستان په حملو او بمباریو کښې په زرګونو کسان وژل شوي او ژوبل شوي او په میلیونونو نور خلک کډوال شوي هم دي .
زمونږخبریال وایی دیمن په شمال کښې د حجه ولایت په عبس ښار کښې په الجر سیمې کښې په یوه بازار دسعودی عربستان رژیم دجنګی الوتکو په بیګا حملې کښې اولس(۱۷) بې ګناه خلک ووژل شول او یوشمیر نور ژوبل شول چې ځینې پکښې مرګی حاله دی .
پرون مازیګر هم د سعودی عربستان تیریګرو جنګی الوتکو دیمن په لویدیځ کښې دالحدیده ولایت په الزهره ښار کښې په خمیس الواعضات سیمه کښې له مسافرو په یوه ډک بس حملې سره شپږ(۶) عادی خلک ووژل او اته(۸) نور ژوبل کړل .
سعودی عربستان د امریکا، ، متحده عربی اماراتو، اردن ،انګلستان او د ځینو نورو هیوادونو په ملاتړ او مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن پرضد حملو او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
دیمن پرضد دسعودی عربستان په حملو او بمباریو کښې په زرګونو کسان وژل شوی او ژوبل شوی او په میلیونونو نور خلک کډوال شوی هم دی .