روسیې په داعش ترهګرې ډلې بمبارې کړی دی
-
داعش ترهګره ډله دامریکا په ملاتړ سره په تیرو څو ورځو کښې توانیدلي ده چې ددغه ښار ځینې برخې بیرته ونیسي .
فارس خبرې اژانس وویل د روسیې دفاع وزارت دسوریې په ختیځ کښې په البوکمال ښار کښې د داعش ترهګرې ډلې په مرکزونو د بمباریو خبرورکړ .
د روسیې دفاع وزارت وویل ددغه هیواد شپږو (۶) توپولوف دوه ویشت ایم درې(Tupolev-22 M3) ډوله جنګی الوتکو پرون د سوریې په ابوکمال ښار کښې د داعش ټروریسټی ډلې په مرکزونو بمبارې وکړې .
دسوریې عسکرو او د لبنان داسلامی مقاومت حزب الله ځواکونو د نوامبر په اتمه(۸) نیټه د سوریې په ختیځ کښې د دیرالزور ولایت په جنوب کښې ابوکمال ښار له داعش ترهګرې ډلې ازاد کړی وو .
داعش ترهګره ډله دامریکا په ملاتړ سره په تیرو څو ورځو کښې توانیدلی ده چې ددغه ښار ځینې برخې بیرته ونیسی .
د ابوکمال په ازادیدا سره په سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې شتون به یوازې ددیرالزور او د حمص ولایتونو په خوا کښې دښتو او صحرا ته محدود شی .