روسیې په داعش ترهګرې ډلې بمبارې کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59361-روسیې_په_داعش_ترهګرې_ډلې_بمبارې_کړی_دی
فارس خبرې اژانس وویل د روسیې دفاع وزارت دسوریې په ختیځ کښې په البوکمال ښار کښې د داعش ترهګرې ډلې په مرکزونو د بمباریو خبرورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2017 01:53 Asia/Kabul
  • داعش ترهګره ډله  دامریکا په ملاتړ سره په تیرو څو ورځو کښې توانیدلي ده چې ددغه ښار ځینې برخې بیرته ونیسي .
    داعش ترهګره ډله دامریکا په ملاتړ سره په تیرو څو ورځو کښې توانیدلي ده چې ددغه ښار ځینې برخې بیرته ونیسي .

فارس خبرې اژانس وویل د روسیې دفاع وزارت دسوریې په ختیځ کښې په البوکمال ښار کښې د داعش ترهګرې ډلې په مرکزونو د بمباریو خبرورکړ .

د روسیې دفاع وزارت وویل ددغه هیواد شپږو (۶) توپولوف دوه ویشت ایم درې(Tupolev-22 M3) ډوله جنګی الوتکو پرون د سوریې په ابوکمال ښار کښې د داعش ټروریسټی ډلې په مرکزونو بمبارې وکړې .

دسوریې عسکرو او د لبنان داسلامی مقاومت حزب الله ځواکونو د نوامبر په اتمه(۸) نیټه د سوریې په ختیځ کښې د دیرالزور ولایت په جنوب کښې ابوکمال ښار له داعش ترهګرې ډلې ازاد کړی وو .

داعش ترهګره ډله  دامریکا په ملاتړ سره په تیرو څو ورځو کښې توانیدلی ده چې ددغه ښار ځینې برخې بیرته ونیسی .

د ابوکمال په ازادیدا سره په سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې شتون به یوازې ددیرالزور او د حمص ولایتونو په خوا کښې دښتو او صحرا ته محدود شی .