سعودی عربستان د لبنان لپاره دقطر سناریو تکراروی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59362-سعودی_عربستان_د_لبنان_لپاره_دقطر_سناریو_تکراروی
زمونږخبریال وایی د قطر دبهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثانی په دې خبرې ټینګار سره چې سعودی عربستان او متحده عربی امارات باید دنړیوالو قوانینو احترام وکړی وویل هغه څه چې د قطر لپاره رامینځته شول په یوه(۱) بل ډول د لبنان پرضد هم درامینځته کیدا په حال کښې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2017 01:55 Asia/Kabul
  •  سعودي عربستان کوشش کوي لبنان تر خپلې سلطې لاندې ورولي .
    سعودي عربستان کوشش کوي لبنان تر خپلې سلطې لاندې ورولي .

زمونږخبریال وایی د قطر دبهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثانی په دې خبرې ټینګار سره چې سعودی عربستان او متحده عربی امارات باید دنړیوالو قوانینو احترام وکړی وویل هغه څه چې د قطر لپاره رامینځته شول په یوه(۱) بل ډول د لبنان پرضد هم درامینځته کیدا په حال کښې دی .

سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو ، بحرین او مصر د روان میلادی کال په جون میاشت کښې له قطر سره خپلې اړیکې په دې خاطر چې دوحه د عربستان له سیاست سره غږمله نه ده غوڅې کړې .

د قطر دبهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثانی پرون په واشنګټن کښې خبریالانو ته وویل سعودی عربستان کوشش کوی لبنان تر خپلې سلطې لاندې ورولی .

هغه وویل هغه کړکیچونه چې په سیمه کښې شته داسې ښکاری چې په سیمه کښې د غلطۍ ستراتیژۍ په وجه له کنټرول څخه وتلی دی .

دقطر خارجه وزیر وویل دسیمې په کوچنیو هیوادونو د سلطې لپاره هڅې کیږی اوځینې هیوادونه(عرب هیوادونه ) کوشش کوی چې کوچنی هیوادونه تسلیمیدا ته مجبوره کړی .

دقطر دباندنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثانی  ټینګار وکړ سعودی عربستان او متحده عربی امارات باید دغه خبره درک کړی چې په نړۍ کښې نړیوال حقوق او نظام شته او باید دهغوې احترام وکړی .