دچین ځانګړی استازی دپاکستان د پوځ له مشر سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59364-دچین_ځانګړی_استازی_دپاکستان_د_پوځ_له_مشر_سره_وکتل
دافغانستان او دپاکستان په چارو کښې د چین ځانګړی استازی ډینګ شیجو() پرون په پنډۍ ښار کښې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه او خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2017 02:23 Asia/Kabul
  • دچین ځانګړی استازی دپاکستان د پوځ له مشر سره وکتل

دافغانستان او دپاکستان په چارو کښې د چین ځانګړی استازی ډینګ شیجو() پرون په پنډۍ ښار کښې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه او خبرې وکړې .

دچین استازی او د پاکستان دپوځ مشر په دغه کتنې کښې د سیمې دامنیتی مسایلو په شمول متقابلو ګټو ته داړونده مسایلو په اړه  بحث سره له ترهګرۍ سره دمبارزې او دافغانستان او د پاکستان د سرحدونو د  مدیریت په اړه دنظر تبادله وکړه .

د افغانستان او دپاکستان په چارو کښې د چین ځانګړی استازی په دغه کتنې کښې له ترهګرۍ سره په جنګ کښې د پاکستان د پوځ داقداماتو قدرونه وکړه .

دچین د ځانګړی استازی دغه کتنه د پاکستان دپوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره د امریکا دپوځ دمرکزی قوماندانۍ دکمیټۍ د قوماندان جوزوف ووټیل له کتنې یوه(۱) ورځ وروسته شوی ده .

د پاکستان دپوځ مشر باجوا د امریکا دپوځ له دغه قوماندان سره په کتنې کښې ویلی وو له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې دپاکستان دپوځ له مثبتو اقداماتو سره سره  د افغانستان له خاورې اوس هم په پاکستان حملې دوام لری .

دپاکستان دپوځ مشر وویل ترهګرو اوس په افغانستان کښې جرړې اچولی دی .

هغه وویل هیڅ هیواد دپاکستان په اندازه په افغانستان کښې دامنیت او ثبات غوښتونکی نه دی .

دپاکستان دپوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوا دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې د افغانستان دکونړ ولایت دپولیسو قوماندان جمعه ګل همت په تیرې دوشنبې ورځ ددغه ولایت په مختلفو سیمو له پاکستان څخه دراکټی حملو خبر ورکړی وو .