په امریکا کې په ډزو کې نور دولس کسان ووژل شول
د ۲۰۱۷کال له پیل راهسې تر دې دمه په امریکا کې د ډزو ۵۴زره دوه سوه پنځه اویا موردونه ثبت شوی دی چې په دغو موردونو کې ټول ټال کابو دیارلس زره شپږسوه شپږ اویا کسان وژل شوی او کابو اوه ویشت زره اته نیم سوه نور ټپیان شوی دی
زمونږ خبریال راپور راکړ په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو د احصایو د ثبتونکی مرکز داعلامیې په اساس دامریکا په بیلابیلو ایالتونو کې په تیر شواروز کې د ډژو ۴۴موردونه ثبت شوی چې له امله ئې دولس کسان وژل شوی او کابو یویشت نور هم ټپیان شوی دی .
د دغه راپور په اساس زیاتره ډزې په نیومیکسیکو ، ایلیناؤ او اوکلاهما ایالتونو کې شوی دی .
په امریکا کې دوسلوالو تاؤتریخوالو د احصایو د ثبتونکی مرکز همداراز راپور ورکړی په تیرو اته څلویښتو ساعتونو کې دامریکا په بیلابیلو ښارونو اوښارګیو کې د ډزو یو سل یو پنځوس موردونه راپور شوی دی چې په نتیجې کې ئې ۴۵کسان وژل شوی او اوه اتیا نور ټپیان شوی هم دی .
راپورښئ د ۲۰۱۷کال له پیل راهسې تر دې دمه په امریکا کې د ډزو ۵۴زره دوه سوه پنځه اویا موردونه ثبت شوی دی چې په دغو موردونو کې ټول ټال کابو دیارلس زره شپږسوه شپږ اویا کسان وژل شوی او کابو اوه ویشت زره اته نیم سوه نور ټپیان شوی دی