سعودی عربستان دنړۍ ترټولوظالم حکومت دی
-
انګلستان په یمن د سعودي عربستان د پوځي حملو له پیل راهسې په ریاض د څلور(۴) میلیارډو ډالرو په ارزښت وسلې خرڅې کړي دي .
زمونږخبریال وایی دبریتانیا پخوانی خارجه وزیر جیک سټرا په سعودی عربستان بې ساری نیوکې سره دغه هیواد د نړۍ ترټولو ظالم حکومت وباله .
هغه پرون وویل سعودی عربستان په دنیا کښې ترټولو زیات ظالم حکومت دی او دغه هیواد د یمن او دلبنان دخلکو لپاره ګواښ ګڼل کیږی .
جیک سټرا په یمن د سعودی عربستان د حملو په اړه وویل هغه کلابندۍ چې سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو په یمن ورتپلی ده په نړۍ کښې ترټولو سخت انسانی کړکیچ رامینځته کړی دی .
د انګلستان دپخوانی خارجه وزیر جیک سټرا دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې لندن تل د سعودی عربستان د مینځنی ختیځ دسیاستونو ملاتړی دی او بریتانیا په یمن کښې د ریاض جنایتونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی .
دغه راز دبریتانیا دفاع وزیر مایکل فالون هم څه موده مخکې د پارلمان له استازیو غوښتی وو چې د سعودی عربستان په ارتباط په خپلو څرګندونو کښې احتیاط وکړی چې په ریاض د ټایفون د جنګی الوتکو د خرڅولو تړون نتیجې ته ورسیږی .
انګلستان په یمن د سعودی عربستان د پوځی حملو له پیل راهسې په ریاض د څلور(۴) میلیارډو ډالرو په ارزښت وسلې خرڅې کړی دی .