اسلامی ایران او قطر ځانګړی اړیکې لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59418-اسلامی_ایران_او_قطر_ځانګړی_اړیکې_لری
زمونږخبریال وایی د قطر دباندنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثانی بیګا له ایران اسلامی جمهوریت سره د خپل هیواد اړیکې ځانګړی وبللې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2017 01:32 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان دیکتاتور او ظالم رژیم د ټولو  مسلمانانو د بدبختیو عامل  او د ترهګرو ډلو اصلي جوړونکی دی .
    د سعودي عربستان دیکتاتور او ظالم رژیم د ټولو مسلمانانو د بدبختیو عامل او د ترهګرو ډلو اصلي جوړونکی دی .

زمونږخبریال وایی د قطر دباندنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثانی بیګا له ایران اسلامی جمهوریت سره د خپل هیواد اړیکې ځانګړی وبللې .

هغه دامریکا له ایم ایس این بی سی(NSNBC)ټیلی ویژن سره په مرکه کښې دغه راز له سعودی عربستان او دهغه له ملګرو هیوادونو سره د قطر رامینځته شوی کړکیچ ته په اشارې سره وویل د متحده عربی اماراتو او د سعودی عربستان سیاستونه د نا اټکل وړ دی .

دقطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثانی زیاته کړه د دوحې پرضد دسعودی  عربستان ادعاګانې کاملا بې اساسه دی .

دقطر دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه هم څه موده مخکې د دوحې پرضد د سعودی عربستان بایکاټونه ظالمانه بللی وو او ویلی یې وو ددغو بندیزونو له لګولو وروسته دایران اسلامی جمهوریت دقطر د الوتکو په لور دخپل هوایی حریم په پرانیستلو سره د دوحې لپاره د سا داخیستلو لومړنۍ لاره پرانیستله .

ترټولو مهم شرط چې سعودی عربستان او دهغه ملګرو  دقطر لپاره ټاکلی دی له ایران او دلبنان له حزب الله سره داړیکو غوڅول او د الجزیرې ټیلی ویژن بندول او په قطر کښې دترکیې د پوځی اډې ختمول دی خو دوحه دغه شرطونه نه منی .

د سعودی عربستان دیکتاتور او ظالم رژیم د ټولو  مسلمانانو د بدبختیو عامل  او د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی دی .