د لبنان لومړی وزیر به زر بیروت ته ورشی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59421-د_لبنان_لومړی_وزیر_به_زر_بیروت_ته_ورشی
فارس خبری اژانس وایی د لبنان لومړی وزیر سعد حریری پرون په پاریس کښې دفرانسې له ولسمشر امانوئل ماکرون سره له کتنې وروسته وویل په راتلونکو څو ورځو کښې بیروت ته ستنیږم او له ولسمشر میشل عون سره له کتنې وروسته به د خپلې استعفا په اړه خبرې وکړم .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2017 02:11 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان دلبنان په حزب الله د دباو د زیاتولو لپاره  لومړی وزیر سعد حریري استعفا ورکولو ته مجبوره کړی دی .
    سعودي عربستان دلبنان په حزب الله د دباو د زیاتولو لپاره لومړی وزیر سعد حریري استعفا ورکولو ته مجبوره کړی دی .

فارس خبری اژانس وایی د لبنان لومړی وزیر سعد حریری پرون په پاریس کښې دفرانسې له ولسمشر امانوئل ماکرون سره له کتنې وروسته وویل په راتلونکو څو ورځو کښې بیروت ته ستنیږم او له ولسمشر میشل عون سره له کتنې وروسته به د خپلې استعفا په اړه خبرې وکړم .

دجرمنی خارجه وزارت هم لبنان ته د ستنیدا لپاره د سعد حریری د فیصلې په هرکلی سره ټینګار وکړ ټول لوری باید د تاوتریخوالی د کمیدا لپاره ګام پورته کړی .

دلبنان لومړی وزیر سعد حریری د سعودی عربستان په دباو سره له خپل مقام څخه استعفا ورکړی ده .

سعودی عربستان دلبنان په حزب الله د دباو د زیاتولو لپاره  لومړی وزیر سعد حریری استعفا ورکولو ته مجبوره کړی دی .

سعودی عربستان د اسرائیلو د ظالم رژیم د ګټو د ساتلو لپاره هرډول اقدام ترسره کوی .