عرب هیوادونه باید دایران پرضد له اسرائیلو سره یوځاې شی
-
دایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم او دسعودي عربستان د چورلیز له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسي رول لري .
ایسنا خبری اژانس وایی دصهیونیسټ رژیم دجنګ وزیر اویګدور لیبرمین پرون له عربو هیوادونو وغوښتل له ایران سره دمقابلې لپاره له اسرائیلو سره متحد شی .
هغه ادعا وکړه اوس مینځنی ختیځ له بل هرشی زیات یوه(۱) شی ته ضرورت لری او هغه دایران پرضد قوی اتحاد دی .
په تیرو څو میاشتو کښې د هغه څه په لړ کښې چې کارپیژاندی یې دایران له اسلامی جمهوریت سره د ټکر لپاره ملګرتیا ګڼی له اسرائیلو سره دسیمې دعربو مرتجعو رژیمونو او په تیره بیا د سعودی رژیم د اړیکو دعادی کیدا بهیر ګړندی شوی دی .
له اسرائیلو سره د اړیکو د عادی کولو لپاره هڅې په داسې حال کښې دی چې صهیونیسټ رژیم کلونه کلونه کیږی دفلسطینیانو په ځپلو سربیره ډیرې عربی او اسلامی سیمې نیولی دی .
دغه راز په سوریې ، عراق او یمن کښې کړکیچونه دسعودی عربستان او د صهیونیسټ رژیم جرړې لری او سعودی عربستان او اسرائیل په عراق او سوریې کښې دټروریسټانو ملاتړ کوی .
دایران اسلامی جمهوریت په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم او دسعودی عربستان د چورلیز له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسی رول لری .