په امریکا کې په ډزو کې نور ۲۴کسان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59467-په_امریکا_کې_په_ډزو_کې_نور_۲۴کسان_ووژل_شول
دامریکا په کانګرس او حکومت کې د ډیموکراټیک اوجمهوری غواړو دوو اصلی ګوندونو کې د وسلو د پیر پلور دملاتړو اوجوړونکو شرکتونو دلابۍ دزیات نفوذ په دلیل تر دې دمه په دغه هیواد کې ګرمو وسلو ته دلاس رسی دمحدودولو لپاره هیڅ قانونی اقدام نشی کولی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 19, 2017 16:57 Asia/Kabul
  • په امریکا کې په ډزو کې نور ۲۴کسان ووژل شول

دامریکا په کانګرس او حکومت کې د ډیموکراټیک اوجمهوری غواړو دوو اصلی ګوندونو کې د وسلو د پیر پلور دملاتړو اوجوړونکو شرکتونو دلابۍ دزیات نفوذ په دلیل تر دې دمه په دغه هیواد کې ګرمو وسلو ته دلاس رسی دمحدودولو لپاره هیڅ قانونی اقدام نشی کولی .

 زمونږخبریال  راپور  راکړ  د امریکا د وسلوالو تاؤتریخوالو داحصایو ثبتونکی مرکز  په اعلامیې کې وئیل شوی دی ، په امریکا کې  په تیر شواروز کې د ډزو په ۵۷موردونو کې   چې  په تنسی ، فلوریډا،کارولینا، شمالی ویرجینیا ایالتونو کې  شوی دی ،  کابو ۲۴کسان وژل شوی او  ۳۱نور ټپیان شوی دی .

 راپور ښئ همداراز په تیرو  ۴۸ساعتونوکې  دامریکا په بیلابیلو سیمو کې د  ډزو یو سل اوه دیرش  موردونه ثبت شوی دی ، چې  په نتیجې کې ېئ  کابو ۴۶کسان وژل شوی او  ۶۸شپیته نور ټپیان شوی دی 

  داحصایو په اساس ،  امریکا  د نفوسو په نسبت  د ترټولو زیاتې سپکې وسلې لرونکی هیواد دی  ، په دې ډول چې  په هرو سلو  کسانو کې  درې نوی کسان  تمانچې  اوټوپکې لری . 