د روهینګیا کډوالو د کړکیچ هواری پکار دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59477-د_روهینګیا_کډوالو_د_کړکیچ_هواری_پکار_دی
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې په بنګله دیش کښې د روهنګیا قام د بې کوره شویو مسلمانانو د کړکیچ په هواري باندې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2017 02:12 Asia/Kabul
  • د روهینګیا کډوالو د کړکیچ هواری پکار دی

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې په بنګله دیش کښې د روهنګیا قام د بې کوره شویو مسلمانانو د کړکیچ په هواري باندې ټینګار وکړ.

د ایرنا د رپورټ له مخې فیډریکا موګریني پرون په بنګله دیش کښې د روهینګیا مسلمانو کډوالو د کیمپ په کتنه کښې وویل: اروپايي اتحادیه د روهینګیا کډوالو د کړکیچ د هواري لپاره د بنګله دیش او میانمار له مذاکراتو ملاتړ کوي.

میرمن موګریني همداشان میانمار ته د خپل سفر خبر ورکړ او زیاته یې کړه: په دې سفر کښې به د میانمار د حکومت د لوړرتبه سلاکارې او خارجه وزیرې آنګ سان سوچي سره کتنه وکړي او د روهینګیا کډوالو د کړکیچ د هواري په هکله به ورسره خبرې اترې وکړي.

په میانمار کښې نن د آسیايي او اروپايي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه ترسره کیږي او هیله ده چې د روهینګیا قام د بې کوره شویو مسلمانانو موضوع د دغې غونډې اصلي چورلیز وګرځي.