اسرائیل له عربو هیوادونو سره اړیکې لری
-
سعودي عربستان او اسرائیل دغه راز په سوریې ، عراق او لیبیا وغیره کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي او پوځي مرستې هم کوي .
زمونږ خبریال وایی د اسرائیلو د انرژۍ وزیر یوول اسټینیز ادعا کړی ده چې دغه رژیم د سعودی عربستان په شمول د سیمې له مختلفو عربو هیوادونو سره پټې اړیکې لری .
د اسرائیلو د انرژۍ وزیر زیاته کړه زه د هغو عربو هیوادونو چې له مونږ سره اړیکې لری نومونه نشم اخیستلی ځکه چې دغه عرب هیوادونه نه غواړی ددوې نومونه ایشوا شوی او زیاته یې کړه اسرائیل ددغو عربو هیوادونو د غوښتنې احترام کوی .
له دې مخکې د اسرائیلو لومړی وزیر بنامین نتانیاهو هم له عربو هیوادونو سره ددغه رژیم د اړیکو لرل تائید کړی وو .
سعودی عربستان ، اردن ، قطر، بحرین ، مصر ، متحده عربی امارات د مسلمانانو او دفلسطینیانو له لومړی لمبر دښمن اسرائیلو سره نږدې اقتصادی ، سیاسی او استخباراتی اړیکې لری چې دغه چاره د مسلمانانو په تاوان ده .
سعودی عربستان او اسرائیل دغه راز په سوریې ، عراق او لیبیا وغیره کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی او پوځی مرستې هم کوی .