دلبنان ولسمشر په ځینوعربو هیوادونو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59547-دلبنان_ولسمشر_په_ځینوعربو_هیوادونو_نیوکه_وکړه
زمونږخبریال وایی د لبنان ولسمشر میشل عون سیمه ایزو جنګونو ته د لبنان د کاږلو لپاره دځینو عربوهیوادونو په هڅې نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2017 15:33 Asia/Kabul
  • دا دلبنان دخلکو حق دی چې د اسرائیلو دتیري په وړاندې دځان دفاع وکړي او د دغه رژیم پلانونه شنډ کړي .
    دا دلبنان دخلکو حق دی چې د اسرائیلو دتیري په وړاندې دځان دفاع وکړي او د دغه رژیم پلانونه شنډ کړي .

زمونږخبریال وایی د لبنان ولسمشر میشل عون سیمه ایزو جنګونو ته د لبنان د کاږلو لپاره دځینو عربوهیوادونو په هڅې نیوکه وکړه .

هغه نن په بیروت کښې د عربو اتحادیې له مشر احمد ابوالغیظ سره په کتنې کښې د حزب الله پرضد د عربو اتحادیې وروستۍ بیانیې ته په غبرګون کښې وویل لبنان په هیڅ هیواد تیری نه دی کړی او باید دعربو او دسیمه ایزو جنګونو بیه ورنکړی .

د لبنان ولسمشر میشل عون په دې خبرې ټینګار سره چې هیواد یې په ځینوعربو هیوادونو کښې دسیمه ایزو یا نړیوالو جنګونو مسول نه دی وویل لبنان په دایمی ډول د عربوهیوادونو د پیوستون او د اختلافاتو دختمیدا او د وحدت غوښتونکی دی .

دلبنان ولسمشر میشل عون په دې خبرې سره چې لبنان له ۱۹۶۷ میلادی کال راهسې تر ۲۰۰۶ میلادی کال پورې د اسرائیلو له تیریو سره مخ وو او وتوانید خپله خاوره ازاده کړی ټینګار وکړ دا دلبنان دخلکو حق دی چې د اسرائیلو دتیری په وړاندې دځان دفاع وکړی او د دغه رژیم پلانونه شنډ کړی .