سعودی عربستان دسیمې لپاره ستر خطر دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59609-سعودی_عربستان_دسیمې_لپاره_ستر_خطر_دی
زمونږخبریال وایی دیمن د انصار الله ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام بیګا وویل ال سعود رژیم دسیمې د امنیت او ثبات لپاره ترټولو ستر خطر ګڼل کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2017 01:04 Asia/Kabul
  • په یمن دسعودي عربستان په حملو او بمباریو کښې په لسګونو زره بې ګناه خلک مړه او ژوبل شوي او دهیواد بیخ بنایي تاسیسات تباه شوي
    په یمن دسعودي عربستان په حملو او بمباریو کښې په لسګونو زره بې ګناه خلک مړه او ژوبل شوي او دهیواد بیخ بنایي تاسیسات تباه شوي

زمونږخبریال وایی دیمن د انصار الله ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام بیګا وویل ال سعود رژیم دسیمې د امنیت او ثبات لپاره ترټولو ستر خطر ګڼل کیږی .

هغه د سعودی عربستان د ال سعود رژیم له تیریو سره په مقابلې  ټینګار سره د دغه هیواد د ولسی کمیټیو او  دپوځ د توغندوی سیسټم د پیاوړتیا غوښتنه وکړه .

محمد عبدالسلام دیمن له ولسی کمیټیو او د پوځ د توغندیو د برخې  له ځواکونو وغوښتل دخپل توغندوی توان په پیاوړی کولو سره ددښمن په مرکزونو حملې وکړی .

دیمن دانصار الله ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام دغه راز په دې خبرې سره چې په قاهرې کښې دعربو اتحادیې خپره شوی بیانیه د منلو وړ نه ده وویل د یمن ولسی کمیټیانې او پوځ به د جنګ په ډګر کښې دعربو هیوادونو دغه بیانیې ته ځواب ورکړی .

سعودی عربستان د امریکا، متحده عربی اماراتو او د څو نورو هیوادونو په مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې په یمن حملو او دغه راز ځمکنۍ ، سمندری اوهوایی کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

په یمن دسعودی عربستان په حملو او بمباریو کښې په لسګونو زره بې ګناه خلک مړه او ژوبل شوی او دهیواد بیخ بنایی تاسیسات تباه شوی .