لبنان دهیڅ خارجی او عربی هیواد قیمومین نه منی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59621-لبنان_دهیڅ_خارجی_او_عربی_هیواد_قیمومین_نه_منی
زمونږخبریال وایی د لبنان دحزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم وویل په خپل هیواد به دهیڅ خارجی یا عربی هیواد قیمومیت ونه منی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2017 02:34 Asia/Kabul
  • حزب الله غورځنګ  د اسرائیلو دنیواکګرۍ  په وړاندې د مقاومت دلارې ډیوه او دلبنان دقدت د انډول نه جلاکیدونکی برخه ده  .
    حزب الله غورځنګ د اسرائیلو دنیواکګرۍ په وړاندې د مقاومت دلارې ډیوه او دلبنان دقدت د انډول نه جلاکیدونکی برخه ده .

زمونږخبریال وایی د لبنان دحزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم وویل په خپل هیواد به دهیڅ خارجی یا عربی هیواد قیمومیت ونه منی .

هغه پرون وویل په  سیمه په تیره بیا په سوریې ، عراق  او لبنان کښې د اوسنیو مشکلاتو او کړکیچونو مخکې زمینې ته په  کتنې سره به روښانه شی سعودی عربستان د امریکا او اسرائیلو په ملګرتیا او غږملتیا سره ددغو کړکیچونو شاته ولاړ دی .

نعیم قاسم وویل د سعودی عربستان ، امریکا او داسرائیلو ائتلاف د تکفیری ترهګرۍ ملاتړ کوی او په بمباریو سره دیمن خلک وژنی او عربستان دغه راز د اسرائیلو د ګټو او دقدس له نیواکګر رژیم سره د اړیکو د ټینګولو په چوکاټ کښې د فلسطین دایډیل د له مینځه وړلو کوشش کوی .

دلبنان دحزب الله دمشر مرستیال شیخ نعیم قاسم  دسوریې او د عراق د ورانولو په هدف سره په دغو دوو(۲) هیوادونو کښې له داعش ترهګرې ډلې د سعودی عربستان ملاتړونو ته په اشارې سره وویل ال سعود به هیڅکله ونه توانیږی عراق او سوریه او یمن تر خپلې سلطې لاندې ورولی .

شیخ نعیم قاسم  په دې خبرې ټینګار سره چې سعودی عربستان په ایران کښې داسلامی انقلاب دبریالیتوب له وخت راهسې دتهران پرضد دسیسوته دوام ورکړی دی وویل ال سعود رژیم د لبنان تباه کیدل غواړی خو د ولسمشر میشل عون په عقلمندۍ او د لبنان دډلو په پیوستون سره د لبنان پرضد دسعودی عربستان تیریګره پروژه ناکامه شوه .

هغه وویل حزب الله غورځنګ  د اسرائیلو دنیواکګرۍ  په وړاندې د مقاومت دلارې ډیوه او دلبنان دقدت د انډول نه جلاکیدونکی برخه ده  

.