له داعشه په وروسته پړاو کښې د سیاسي مذاکراتو درې ایجنډاوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59641-له_داعشه_په_وروسته_پړاو_کښې_د_سیاسي_مذاکراتو_درې_ایجنډاوې
د ایران، روسیې او ترکیې د دریو هیوادونو مشران نن په داسې حال کښې له داعش نه په وروسته پړاو کښې د سیمې د بدلونونو په هکله په سوچي ښار کښې خپلې درې اړخیزې خبرې اترې پيلوي چې ښايي دغه مذاکرات یوڅو معلومې ایجنډاوې ولري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2017 10:41 Asia/Kabul
  • له داعشه په وروسته پړاو کښې د سیاسي مذاکراتو درې ایجنډاوې

د ایران، روسیې او ترکیې د دریو هیوادونو مشران نن په داسې حال کښې له داعش نه په وروسته پړاو کښې د سیمې د بدلونونو په هکله په سوچي ښار کښې خپلې درې اړخیزې خبرې اترې پيلوي چې ښايي دغه مذاکرات یوڅو معلومې ایجنډاوې ولري.

په وړومبي پړاو کښې د دغو هیوادونو مشران چې له دې مخکښې یې په آستانه کښې د دمشق د اختلافاتو د ختمولو لپاره سوري-سوري خبرې اترې پلان کړې وې، باید داسې تدابیر وکړي چې دغه ملي خبرې اترې بې له بهرنی لاسوهنې په غوره توګه دوام وکړي او په دغه جنګ ځپلي هیواد کښې د ملي وحدت د حکومت جوړولو زمینه برابره کړي.

شک نه دی پکار چې د سوریې په شمول د سیمو په هیواد کښې د سختو سیاسي اختلافاتو له دوام سره سره به ترهګر بیاهم د راپیدا کیدو او د پوځي او سیاسي معادلاتو ډګر ته د ستنیدو فرصت برابر کړي.

له بلې خوا دغه درې هیوادونه باید د یوبل په مرستې سره له سیمې د بهرو لوبغاړو د لوبې پلمه ختمه کړي او په سیمه کښې د تشدد او نښتې د یوې نوې څپې د راپورته کولو لپاره د واشنګټن، پاریس او لندن د لاسوهنو مخه ونیسي.

د نړۍ عامه افکار لاهم دا پوښتنه کوي چې امریکې ولې د رقه په جګړه کښې د داعش قومندانانو ته د تیښتې لار ورکړه او یا څرنګه د ډونلډ ټرمپ په خبره، سپینې ماڼۍ په ۲۰۰۳ میلادي کال کښې د عراق له جنګ وروسته د داعش د جوړیدو زمینه برابره کړه؟ سپينې ماڼۍ ولې د داعش له بشپړې ماتې او ختمیدو یوه ورځ مخکښې په امنیت شورا کښې یوځل بیا د سوریې د حکومت د غندنې طرحه پرمخ بوتله او ولې یې له ترهګرو سره ځمکنۍ مقابلې په ډګر کښې شتون نه درلود؟

دریمه ایجنډا په سیمه کښې د مرتجع عربي حکومتونو د تشدد غوښتنې کنټرولول دي. عربستان، امارات، بحرین او ترڅه حده کویت هم چې د عربي پسرلي (اسلامي بیدارۍ) له بدلونونو په امان کښې پاتې شول او په داعش باندې په پانګونې سره یې هڅه وکړه چې د ترهګرۍ د اړم په کارولو سره د ولسي انقلابونو د څپې مخه ونیسي، خو نن چې د ترهګرو بشپړه ماتې ویني نو ویریږي چې کورني سیاسي بدلونونه ورته سرخوږی جوړ کړي.

په عربستان کښې کورنۍ شخړې چې په دغه هیواد کښې د نیونو او توقیفونو د څپې سبب شوې دي، ښودنه کوي چې سعودي عربستان له سیاسي لوړو ژورو تر کومه حده تاواني کیدی شي. نو په دې وجه هڅه کوي چې د قطر او لبنان په شان د تازه شخړو په رامینځته کولو سره  پر کورنیو ګډوډیو برلاسی شي.

ایران، روسیې او ترکیې ته پکار دي چې د سوچي په مذاکراتو او هم په راتلونکو نورو خبرواترو کښې د سیمې د جنګ غوښتونکو حکومتونو لخوا د نوې لانجې د جوړولو او د ترهګرو د ستنیدو لپاره د یو فرصت د رامینځته کیدو مخه ونیسي.

تاریخي تجربې ښودلې ده چې ترهګر که هغه په عراق کښې وي او که په افغانستان کښې او که په سوریې او لیبیا کښې وي ټول په کورنیو یا بهرنیو جنګونو پسې رامینځته شوي دي. نو په دې وجه هرڅومره چې د جنګ اور غرغنډه کیږي دومره هم ترهګر د سیاسي انتخابي ځالې لپاره لا روښانه لرلید ترلاسه کوي.

طبیعي ده چې  د جنګ ځپلو هیوادونو له بیارغاونې سره مرسته، د ګډوالو ستنول، د داعش لخوا د زیانمن شویو هیوادونو د پراختیا لپاره د نړیوالو مرستو جذبول او هم په دغو هیوادونو کښې د وسلواکه نظام ساتل هر یو د سوچي د خبرواترو لپاره یو بل عنوان او موضوع کیدی شي.

طبیعي ده چې لویدیځوال درې اړخیزو سیمه ایزو خبرواترو ته د شک او ویرې په سترګه ګوري ځکه چې دا مذاکرات چې له داعش سره د جنګې په ډګر کښې د مقاومت د لیکې په دوام کښې بڼه نیسي، اروپا او امریکې یې منزوي او یوازې کړي دي. سره له دې له دې امله چې ایران، روسیې او ترڅه حده ترکیې هم د داعش په ماتې کښې رول لوبولی دی، نړۍ د لویدیځو حکومتونو دا کار نه مني چې د دې مذاکراتو په وړاندې په خنډ اچونو سره خپله لانجمنه سټراټیجي جاري وساتي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*