عربستان ادعا کړی ده دیمن بندر خلاصوی
زمونږخبریال وایی سعودی عربستان دملګروملتونو او د نړۍ د عمومی افکارو تر دباو لاندې یوځل بیا ادعا وکړه چې دیمن په لویدیځ کښې الحدیده بندر او د صنعا نړیوال هوایی ډګر به نن دبشر دوستانه مرستو لپاره خلاص کړی .
دیمن پرضد دسعودی عربستان تیریګر ائتلاف پرون د یمن د الحدیده بندر او دصنعا دهوایی ډګر دبندولو په باره کښې بیا کتنه کړی ده او ادعا یې کړی ده چې دالحدیده بندر د انسان دوستانه مرستو او درملولپاره خلاصوی .
په یمن کښې د سره سمندر د بندرونو ادارې تیره اونۍ وویل دسعودی عربستان تیریګر ائتلاف دیمن د کلابندۍ دختمیدا له اعلان وروسته تراوسه دیمن په لویدیځ کښې الحدیده بندر ته د خوراکی شیانو او دسونګو د اوو(۷) کشتیو د ورتلو مخه نیولی ده .
د بشری حقوقو څارونکی موسسې هم ویلی دی چې دیمن د کلابندۍ دکمولو او دیمن بندرونوته د کشتیو د ورتلود اجازې په اړه د سعودی عربستان ادعاګانې دروغ دی او د ملګروملتونو له امنیت شورا یې وغوښتل په عربستان چې یمن ته دبشردوستانه مرستو د ورتلو مخه نیسی بایکاټ ولګوی .