دامریکا امنیتی شرکت دعربستان شاهزادګان شکنجه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59741-دامریکا_امنیتی_شرکت_دعربستان_شاهزادګان_شکنجه_کوی
زمونږخبریال وایی د امریکا د بدنام امنیتی شرکت بلیک واټر(Black Water) چې اوس یې نوم اکیډمۍ (Academy)ته بدل کړی دی غړی د سعودی عربستان شاهزادګان نیولی او هغوې شکنجه کوی او وهی ټکوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2017 01:17 Asia/Kabul
  • دعربستان دباچا زوی محمد بن سلمان په سیمه کښې د اسرائیلو او دامریکا سیاستونه مخ ته بیایې او هغه دترهګرو ډلو ستر ملاتړی هم دی .
    دعربستان دباچا زوی محمد بن سلمان په سیمه کښې د اسرائیلو او دامریکا سیاستونه مخ ته بیایې او هغه دترهګرو ډلو ستر ملاتړی هم دی .

زمونږخبریال وایی د امریکا د بدنام امنیتی شرکت بلیک واټر(Black Water) چې اوس یې نوم اکیډمۍ (Academy)ته بدل کړی دی غړی د سعودی عربستان شاهزادګان نیولی او هغوې شکنجه کوی او وهی ټکوی .

د امریکا ددغه شرکت غړیو د سعودی عربستان زیات شتمن کس شاهزاده ولید بن طلال هم په چت پورې اپوټه ځوړنده کړی او پلټڼې او ګرویژنې یې ترې کړی دی .

دغه راز د امریکا دبلیک واټر شرکت غړیو د لبنان لومړی وزیر سعد حریری هم نیولی او بیا یې مجبوره کړی وو چې خپله استعفا اعلان کړی .

ددغه شرکت غړی اوس هم دلبنان د لومړی وزیر سعد حریری د کورنۍ کسان  چې په عربستان کښې دی څاری او دهغوې دکور بهر  ناست وی .

 دامریکا دبلیک واټر شرکت غړی د سعودی عربستان له ټولو نیول شویوشاهزادګانو پلټڼې کوی او هغوې شکنجه کوی او ځینې وخت محمد بن سلمان هم په خپله له نیول شویو  شاهزادګانو پلټنې کوی .

امریکا واک ته د سعودی عربستان دباچا د زوی محمد بن سلمان چې یو (۱)بې منطقه  ، دیکتاتور او سرزوری کس دی د رسولو ټولې زمینې برابرې کړی دی .

دعربستان دباچا زوی محمد بن سلمان په سیمه کښې د اسرائیلو او دامریکا سیاستونه مخ ته بیایې او هغه دترهګرو ډلو ستر ملاتړی هم دی .