سعودی عربستان له اسرائیلو سره د اړیکو عادی کول غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59893-سعودی_عربستان_له_اسرائیلو_سره_د_اړیکو_عادی_کول_غواړی
فارس خبری اژانس وایی دصهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر پخوانی امنیتی سلاکار یعقوب ناجل ایشوا کړه سعودی عربستان دومره له اسرائیلوسره داړیکو عادی کولوته ګروهنه لری چې چمتو به وی د فلسطین او داسرائیلو هرډول موافقه ومنی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2017 08:56 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان او اسرائیل له ځینونورو هیوادونو سره یوځاې  له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي او پوځي مرستې هم کوي .
    سعودي عربستان او اسرائیل له ځینونورو هیوادونو سره یوځاې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي او پوځي مرستې هم کوي .

فارس خبری اژانس وایی دصهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر پخوانی امنیتی سلاکار یعقوب ناجل ایشوا کړه سعودی عربستان دومره له اسرائیلوسره داړیکو عادی کولوته ګروهنه لری چې چمتو به وی د فلسطین او داسرائیلو هرډول موافقه ومنی .

د ټویټر اینټرنیټ سایټ ډیرو استعمالونکو بن سلمان صهیونیسټ دی د هیشټیک (#        )له لارې له اسرائیلوسره د اړیکو دعادی کولو لپاره دهڅې په علت د سعودی عربستان په ولیعهد سخت اعتراض وکړ .

دصهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر پخوانی امنیتی سلاکار یعقوب ناجل د فلسطین او د ا سرائیلوهرډول سازباز له تل ابیب سره د  اړیکو دپیلولو لپاره  دعربستان پلمه وبلله .

هغه وویل سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په سیاستونو سره د فلسطین او داسرائیلو دهرډول موافقې دلاسلیک کیدا کوشش کوی چې وکولای شی له دغو اړیکو له اسرائیلوسره دریاض د ارتباط د عادی کیدا لپاره استفاده وکړی .

خبری سرچینو راپور ورکړی دی چې د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمودعباس د امریکا د پلان دمنلو لپاره دسعودی عربستان دچارواکو لخوا تر دباو لاندې دی .

سعودی عربستان ،قطر، متحده عربی اماراتو، مصر ، اردن ،کویت ،بحرین او ځینو نورو عربو هیوادونو له تیرو کلونو راهسې د مسلمانانو له لومړی لمبر دښمن اسرائیلوسره  زیاتې اقتصادی،سیاسی او استخباراتی اړیکې لرلی دی چې دغه کار اوس هم دوام لری .

سعودی عربستان او اسرائیل له ځینونوروعربو هیوادونو او دغه راز له امریکا اوانګلستان سره یوځاې په سوریې ،عراق ، لیبیا ، لبنان ‎، نایجریا ،پاکستان اوافغانستان وغیره کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی او پوځی مرستې هم کوی .