سعودی عربستان له اسرائیلو سره د اړیکو عادی کول غواړی
-
سعودي عربستان او اسرائیل له ځینونورو هیوادونو سره یوځاې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي او پوځي مرستې هم کوي .
فارس خبری اژانس وایی دصهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر پخوانی امنیتی سلاکار یعقوب ناجل ایشوا کړه سعودی عربستان دومره له اسرائیلوسره داړیکو عادی کولوته ګروهنه لری چې چمتو به وی د فلسطین او داسرائیلو هرډول موافقه ومنی .
د ټویټر اینټرنیټ سایټ ډیرو استعمالونکو بن سلمان صهیونیسټ دی د هیشټیک (# )له لارې له اسرائیلوسره د اړیکو دعادی کولو لپاره دهڅې په علت د سعودی عربستان په ولیعهد سخت اعتراض وکړ .
دصهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر پخوانی امنیتی سلاکار یعقوب ناجل د فلسطین او د ا سرائیلوهرډول سازباز له تل ابیب سره د اړیکو دپیلولو لپاره دعربستان پلمه وبلله .
هغه وویل سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په سیاستونو سره د فلسطین او داسرائیلو دهرډول موافقې دلاسلیک کیدا کوشش کوی چې وکولای شی له دغو اړیکو له اسرائیلوسره دریاض د ارتباط د عادی کیدا لپاره استفاده وکړی .
خبری سرچینو راپور ورکړی دی چې د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمودعباس د امریکا د پلان دمنلو لپاره دسعودی عربستان دچارواکو لخوا تر دباو لاندې دی .
سعودی عربستان ،قطر، متحده عربی اماراتو، مصر ، اردن ،کویت ،بحرین او ځینو نورو عربو هیوادونو له تیرو کلونو راهسې د مسلمانانو له لومړی لمبر دښمن اسرائیلوسره زیاتې اقتصادی،سیاسی او استخباراتی اړیکې لرلی دی چې دغه کار اوس هم دوام لری .
سعودی عربستان او اسرائیل له ځینونوروعربو هیوادونو او دغه راز له امریکا اوانګلستان سره یوځاې په سوریې ،عراق ، لیبیا ، لبنان ، نایجریا ،پاکستان اوافغانستان وغیره کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی او پوځی مرستې هم کوی .