د ترهګرۍ پرضد دجعلی ائتلاف غونډه وشوه
-
سعودي عربستان د یوڅلویښتو(۴۱) اسلامي هیوادونو پوځي ائتلاف د امریکا او داسرائیلو په حکم او مرستې سره جوړ کړی دی .
زمونږخبریال وایی د سعودی عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ پرضد دتش په نامه دنړیوال ائتلاف غونډه پرون په ریاض کښې وشوه او د یوڅلویښتو(۴۱)هیوادونو ددفاع وزیرانو پکښې ګډون وکړ .
د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان چې د اسرائیلواو دامریکا ستر ګوډاګی دی په دغه غونډې کښې په وینا کښې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې اراده وښودله .
دسعودی عربستان په مشرۍ د اسلامی هیوادونو د تش په نامه دجعلی ائتلاف مشر متقاعد جنرال راحیل شریف هم په دغه غونډې کښې وویل دمسلمانو هیوادونو د پوځونو اتحاد د ترهګرۍ دختمیدا لپاره ښه زمینه کیدلای شی .
راحیل شریف وویل دترهګرۍ په وجه داسلامی نړۍ ډیر هیوادونه اغیزمن شوی او په تیرو څو کلونو کښې په اویا زره(۷۰۰۰۰) ترهګرو حملو کښې دوه لکه کسان وژل شوی او افغانستان ، پاکستان او عراق ترټولوزیات اغیزمن شوی دی .
دپاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف وویل د سعودی عربستان په مشرۍ د اسلامی هیوادونو دائتلاف رامینځته کول دکوم هیواد،فرقې او مذهب پرضد نه دی بلکې دغه ائتلاف په اسلامی هیوادونو کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره جوړ کړی شوی دی .
دنړۍ سیاسی او پوځی شناندی وایی سعودی عربستان د یوڅلویښتو(۴۱) اسلامی هیوادونو پوځی ائتلاف د امریکا او داسرائیلو په حکم او مرستې سره جوړ کړی دی چې یوازنی هدف یې د ایران له اسلامی جمهوریت او دلبنان له حزب الله غورځنګ سره مقابله کول او دترهګرو ډلو پیاوړی کول دی .