داروپا پارلمان د عربستان پرضد پلان ته مثبته رایه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60241-داروپا_پارلمان_د_عربستان_پرضد_پلان_ته_مثبته_رایه_ورکړه
ایرنا خبری اژانس وایی د اروپا پارلمان پرون په یمن کښې د بشری حقوقو دخلاف ورزیو په خاطر په سعودی عربستان د وسلو د نه خرڅولو پلان ته مثبته رایه ورکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2017 01:45 Asia/Kabul
  • امریکا هم سعودي عربستان ته ډیرې وسلې ورکړي چې دغه کار اوس هم دوام لري .
    امریکا هم سعودي عربستان ته ډیرې وسلې ورکړي چې دغه کار اوس هم دوام لري .

ایرنا خبری اژانس وایی د اروپا پارلمان پرون په یمن کښې د بشری حقوقو دخلاف ورزیو په خاطر په سعودی عربستان د وسلو د نه خرڅولو پلان ته مثبته رایه ورکړه .

د اروپا پارلمان په سعودی عربستان د وسلو د نه خرڅولو پلان په پینځه سوه نهه دیرشو(۵۳۹)مثبتو، دیارلس (۱۳)مخالفو او یواتیا (۸۱)سپینو رایو سره تصویب کړ .

ددغه پلان پراساس داروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست له مشرې میرمن فیډریکا موګرینی څخه غوښتنه شوی ده چې اروپایی هیوادونه دیمن په وړاندې دیوې(۱) معلومې ستراتیژۍ اجرا ته وروبولی .

دغه پلان دغه راز دیمن خلکو ته د سمدستی مرستو د استولو او په دغه هیواد کښې دجنګونو دختمولو لپاره د یوې (۱)سیاسی حل لارې د رامینځته کولو غوښتنه هم کوی .

له دې مخکې هم ډیرو نړیوالو موسسو په سعودی عربستان  باندې د امریکا او د اروپایی هیوادونو د وسلو د خرڅولو د بندولو غوښتنه کړی وه .

داروپا پارلمان په داسې حال کښې په سعودی عربستان د وسلو نه  خرڅولو پلان تصویب کړی چې انګلستان، فرانسه او جرمنی په سعودی عربستان د وسلو دخرڅولو ترټولو ستر هیوادونه دی .

امریکا هم سعودی عربستان ته ډیرې وسلې ورکړی چې دغه کار اوس هم دوام لری .