دپیغمبراکرم(ص)نامه او یاد وحدت راپنځونکی دی
داسلامی مذهبونو دنزدیوالې دنړیوالې ټولنې عمومی منشی همداراز دې ته په اشارې سره چې داعشی تفکر هماغه راز په ځینو ټولنو کې شته ، ووئیل؛ له داعشه په ورپسې مرحلې کې چې نوره دجنګ جګړو مرحله نه ده ، عالمان، هنرمندان ،د رسانۍ اصحاب، پوهنوال ، متفکران او ټول پتمن باید هڅه وکړی ، څو داعشی تفکر په بشپړ ډول له مینځه ختم کړی .
داسلامی مذهبونو دنزدیوالی د نړیوالې ټولنې عمومی منشی آیت ا.... محسن اراکی ایسنا خبری آژانس سره په خبرو کې وحدت او په رامینځةکیدا کې ئې د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د وجود په باب ددې خبرې په کولو سره چې دحضرت محمد مصطفی (ص) دنامې ، یاد او وجود وحدت او یووالی راپنځونکی دی ، ووئیل ؛ مسلمانان وحدت ته درسیدو لپاره باید دهغو فرمانونو په لارې چې دهغو لپاره د مهربان پیغمبر له خوا ښودل شوی دی حرکت وکړی .
آیت ا... اراکی دشیعه او سنی وروڼو له وحدته مقصد، له اسلامی نړۍ او نړیوال ډګر سره په اړونده مسئلو کې له یوه بل سره په تعامل کې دهغوی پر مشترکاتو او اساس تکیه کول او داختلافی مسئلو څنګةکول وبلل او روښانه ئې کړه ، اختلافات د دښمنانو په مقابل کې دمسلمانانو د لیکو د وحدت او داسلامی ورورولۍ خنډ نه دی.
هغه په دې په ټینګار سره چې داسلام د ګران پیغمبر دنیکمرغه زوکړې دکلیزې دجنشونونو ترسره کیدا په مسلمانانو کې د وحدت او یووالی د رامینځةکولو لپاره اغیزمن رول لوبولی شی ، روښانه کړې ، د وحدت اساس دپیغمبر اکرم پاک شخصیّت دی .