عربستان به د حزب الله پرضد اقداماتو کښې ماتی وخوری
Dec 05, 2017 01:40 Asia/Kabul
-
حزب الله په سیمه کښې دامریکا، سعودي عربستان او داسرائیلو له دسیسو او اقداماتو سره په مقابلې کولو کښې اساسي رول لري .
مهر خبری اژانس وایی د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرایی شورا مشر سید هاشم صفی الدین دمقاومت پرضد د سعودی رژیم سیاستونه او اقدامات په ماتی محکوم وبلل .
هغه ټینګار وکړ سعودی عربستان به هم دامریکا او دصهیونیسټ رژیم په شان د لبنان دمقاومت دغورځنګ حزب الله په وړاندې ماتی وخوری .
دلبنان دحزب الله غورځنګ دغه چارواکی زیاته کړه د حزب الله پرضد به د عربستان ماتی ویرونکی او په ټوله سیمه او عربستان کښې به انعکاس ولری .
سعودی عربستان د امریکا او دصهیونیسټ رژیم د سیاستونو په لړ کښې د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د بې وسلې کولو او د لبنان له حکومت څخه دحزب الله د ایستلو کوشش کوی .
حزب الله په سیمه کښې دامریکا، سعودی عربستان او داسرائیلو له دسیسو او اقداماتو سره په مقابلې کولو کښې اساسی رول لری .
ټیګونه